1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمیر ډېريدای شي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۸, جمعه

د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د افغانستان په اړه خپل سیاست اعلان کړی نه دی، خو امریکایي چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د یاغیانو پرمختګونه یو ځل بیا داسې پر شا وتمبوي چې له کبله یې په جګړه کې تر دې ډیر ښکیل نه شي.

https://p.dw.com/p/2c2pd
US Fallschirmjäger Afghanistan Paktika Abzug Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill

په تیره میاشت کې درې امریکایي سرتیري د پاکستان پولې ته نزدې په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه کې وژل شوي دي.

په رسمي توګه بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۴م کال په پای کې خپل جنګي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورساوه، خو دغه ځواکونه اوس هم وخت نا وخت له یاغي او ترهګر ډلو سره په جګړو کې ښکیلیږي.

د امریکا متحدو ایالاتو یو شمیر اوسنیو او پخوانیو چارواکو ویلي دي چې ترمپ اوس د افغانستان د جګړې او د امریکا د نقش په اړه آرزونې کوي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې که څه هم په دې اړه لا پریکړه نه ده شوې، خو افغانستان ته د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ اضافي امریکایي سرتیرو د استولو خبره کیږي.

یوه چارواکي ویلي دي، هڅه کیږي چې تر دې وروسته نور غیر واقعي ضرب الاجلونه و نه ټاکل شي. د امریکا متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما، غوښتل چې د خپلې دورې تر ختمیدو مخکې په افغانستان کې د خپل هیواد د پوځیانو شمیر کم کړي.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ امریکايي پوځیان میشته دي. د هغوی له ډلې څخه شاوخوا ۷۰۰۰ یې د افغان ځواکونو په روزنه او همکارۍ اخته دي، او شاوخوا ۱۵۰۰ نور یې بیا په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې برخه اخلي. په دغو عملیاتو کې د القاعدې او داعش ترهګرې ډلې په نخښه کیږي، خو وخت ناوخت پکښې له طالبانو سره هم نښنې کیږي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، په فبروري میاشت کې وویل چې هغه د طالبانو پر ضد جګړه کې د پرمختګ له پاره څو زرو نورو سرتیرو ته اړتیا لري. ځيني چارواکي او کارپوهان بیا وایي چې افغانستان ته د اضافی سرتیرو استول به له وضعیت سره مرسته و نه کړي.

دغه کسان زیاتوي چې لومړی باید افغانستان په سمه توګه و آرزول شي او تر هغه وروسته د سرتیرو د شمیر په اړه یوه پریکړه وشي.

امریکا متحدو ایالاتو له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۳۰۰ ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي. ۱۷۰۰۰ نور امریکایي سرتیري په دې جګړه کې ټپيان شوي هم دي.