1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امریکا څومره پیسې ضایع شوي؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعه

د افغانستان د بیارغوني د څار سازمان ویلي دي چې امریکا متحدو ایالاتو په تیره لسیزه کې په افغانستان کې په میلیاردونو ډالر ضایع کړي او د طالبانو مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي د تیرو کلونو لاس ته راوړني له ګواښ سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/1J46a
انځور: Getty Images

د دې سازمان مشر جان سوپکو، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «خلاصه خبره دا ده چې په افغانستان کې ډیري پیسې ضایع شوې دي. په یوه کوچني هیواد کې ډیري پیسې بې له څاره مصرف شوې دي.»

هغه زیاته کړې ده: «که د امنیتي وضعیت خرابیدل دوام ومومي، نو ان په هغو سیمو کې چې پیسې په سمه توګه مصرف شوې دي او ښې پایلې یې لرلي دي، کیدای شي لاس ته راوړني له ګواښ سره مخامخ شي.»

د امریکا متحدو ایالاتو کانګرس له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د بیا رغوني له پاره شاوخوا ۱۱۳ میلیارده ډالر بیل کړي دي. خو د جان سپکو د ادارې په رپوټونو کې راغلي دي چې د دغو پیسو مصرف تل له اداري فساد، ضایع کیدو او ناسمه مدیریت سره مل وو.

سپکو له څلورو کلونو راهیسې د افغانستان د بیارغوني د څار ادارې مشر دی. هغه ګواښ کړی دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر پلان شوی کمښت، ښايي په دغه هیواد کې د بیارغوني هڅې لا ستونزمني کړي او په دې ترتیب سره په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د پيسو ضایع لا ډېره شي، چې میلیاردونه ډالره کیږي.

د سپکو د نوي رپوت له مخې چې په اپریل میاشت کې خپور شوی دی، د امریکا له خوا په افغانستان کې په تمویلیدونکو پروژو کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه، د بریښنا رسول، د نوو صنعتونو پرمختیا، د بانکي او قضایي سیستمونو پياوړي کول او د زراعت عصري کول، شامل دي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغي ډلي د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور، تر وژل کیدو وروسته ملا هیبت الله اخندزاده، د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکلی دی. د طالبانو نوي مشر هم پر افغان امنیتي ځواکونو او د هغوی پر نړیوالو متحدینو باندي د بریدونو دوام ژمنه کړې ده.

د سپکو دفتر ویلي دي چې شاوخوا ۹۵۱ میلیونه ډالر چې په افغانستان کې د مصرف شویو پیسو تر یوې سلني څخه هم لږ دي، په وروستیو کلونو کې د جریمو، ذخیرو، استردادونو، له لاسه ورکونو او نورو لارو له طریقه بیرته د امریکا متحدو ایالاتو حکومت ته رسیدلې دي. پر دې سربیره د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ ۱۰۷ شرکتونه او اشخاص د خراب فعالیت له کبله له امریکا متحدو ایالاتو سره د قرارداد کولو څخه بند شوي دي.

سپکو ویلي دي: «زموږ اداره تر هغه وخته پوري چې نیمایي پیسې مصرف شوي وې، جوړه نه شوه.»

د ګانګرس له خوا له افغانستان سره د مرستو په توګه د ځانګړو شویو پیسو نژدې ۶۰ سلنه ئې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه مصرف شوې دي. خو دا چې دغه ځواکونه د طالبانو پر ضد څومره موثره جګړه کوي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده. سپکو ګواښ کړی دی چې که د افغانستان امنیت لا پسې خراب شي، د ولسمشر غني حکومت به خلکو ته د خدماتو په رسولو و نه توانیږي.