1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د امیدوارو ښځو مړینه تر اټکل زياته ده

۱۳۹۵ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

ګاردین ورځپانه ليکي چې په افغانستان کې د امیدوارو ښځو مړینه ښايي تر هغه ډېره وي چې تر دې مخکې ویل شوي. نه خپاره شوي رپوټونه ښيي چې دغه شمیر تر هغه چې ویل شوي دوه واري زيات دی.

https://p.dw.com/p/2WgvS
Symbolbild Schwangerschaft
انځور: Colourbox

له ډیر وخت راهیسې افغانستان د روغتیایي خدمتونو د نه شتون په سبب د امیدوارو ښځو له پاره یو ډیر خطرناکه هیواد بلل کيږي. خو له ۲۰۰۱م کال راهیسې د نړیوالو مرستو په مټ، مرستندویه سازمانونو په خپلو روپوټونو کې ويلي دي چې د امیدوارو ښځو مړینه د کمښت په حال کې ده.

د دوی د شمېرو له مخي له ۲۰۱۰ کال راهیسې له هرو ۱۰۰۰۰۰ امیدوارو ښځو څخه یوازي ۳۲۷ تنو یې د ماشوم د زېږېدو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۲م کال کې بیا دغه شمیر د هرو ۱۰۰۰۰۰ امیدوارو ښځو په منځ کې ۱۶۰۰ وو.

که څه هم نړیوال سازمانونه دا یوه بریا بولي او په کنفرانسونو کې په وياړ د هغه يادونه کوي، خو داسې ښکاري چې د هغو مندو شمیر چې خپل ژوند يې له لاسه ورکړی، ښايي تر دې ډیر لوړ وي.

د ګاردین ورځپاڼي د افغان حکومت د یوې څیړنې په حواله چې تر اوسه پورې نه ده خپره شوې، لیکلي دي چې په حقیقت کې له هرو ۱۰۰۰۰۰ امیندوارو ښځو څخه د ۸۰۰ او ۱۲۰۰ تنو تر منځ یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا تر دې مخکي وړاندې شويو شمیرو له مخي دوه برابره لوړ رقم دی.

که دغه شمیرې دقیقې وي نو دا په دې معنی ده چې د نړیوالې ټولنې تر ۱۵ کلنې مرستې وروسته هم افغانې امیدواري میرمنې د سومالیا او چاد هیوادونو په اندازه خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې سره به نو یوازې د سویلي سودان د امیدوارو میرمنو د مړینې شمیر تر افغانستان لوړ وي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق یا UNFPA یوه څیړنه هم ښيي چې په غور ولایت کې یوازي په یوه کال کې ۱۸۰۰ امیدواره ښځي مړې شوې دي. دا رپوټ ښيي چې د ۱۱ ولایتونو په نهو کې یې د امیدواره میندو د مړینې کچه تر هغه ډیره لوړه ده چې مرستندویه سازمانونه یې په خپلو رپوټونو کې وړاندي کوي.

لا تر اوسه پورې افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق خپل تازه رپوټونه خپاره کړي نه دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر یا OCHA ویلي ویلي ول چې کیدای شي په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه یو ځل بیا لوړه شوې وي.

نور مطالب: