1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د اورزلا نولیس کوښښونه

۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبه

میرمن اروزولا نولیس د ۲۸ کلونو راهیسي د افغانستان د بیارغونې لپاره کار کوي. نولیس ۸۷ کله عمر لري. هغې د خپلې اتحادیې په مرسته د افغانستان په شمال کې یو شمیر ښوونځي جوړ کړي دي چې اوس د آلمان یوې جایزې ته کاندیده شوې.

https://p.dw.com/p/133XZ
نولیس د 28 کلونو څخه افغانانو سره مرستې کوي
نولیس د 28 کلونو څخه افغانانو سره مرستې کويانځور: AP

نولیس د افغانستان د نجونو او هلکانو د زده کړې په برخه کې کوښښونه کوي. نوموړۍ اوس د ۲۰۱۱ کال د «د آلمان د زړه د کومې خدمت» جایزی ته نومول شوې. په وروستیو کلونو کې د ښوونځویو جوړول د نولیس د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې ده.

د همکارانو دویمه مور

د نولیس افغان همکاران د دې د کار ستاینه کوي. نولیس هم ځان د هغوی څخه یو تن بولې او په افتخار سره وایی:

«زما ډير همکاران ما ته ممه یا مور وایي. کله چی ما تیر کال د هغوي سره مخه ښه کوله، هغوی له ما څخه وپوښتل چی آیا د اکتوبر په میاشت کی بیرته راځي؟ ما هغوي ته وویل چی زه اوس ۸۷ کلنه شوی یم. کیدای شي چی مریضه شم.
هغوي ماته وویل، ته نه مریضیږی. په اندخوی کی هره شپه تا ته ۳۰۰۰۰ کسان دعا کوي.»

اورزولا نولیس ته ښوونه او روزه د ټولو پرمختیایی پروژو څخه مهمه ده. نوموړۍ وایی چې په یو شرقي هیواد کې د لویدځ د ارزښتونو او دیموکراسۍ تحمیلول یو ناسم کار دی.

«د دې پر ځای زه په دې باور یم چی که نجونې او هلکان لیک لوست زده کړي کولای شي چې په مستقله توګه د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر وکړي. نو په دي توګه هغه نسل چی بدلون رامنځته کوی پرمختګ کوی.»

ښوونه او روزنه د دایمي دندې په توګه

میرمن نولیس په ۱۹۸۳ کال کې پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د لومړي ځل لپاره پریکړه وکړه چی ځان به ښوونې او روزنې ته وقفوي. میرمن نولیس د خپلۍ لور سره په پيښور کې د مهاجرینو د یو کمپ څخه لیدنه وکړه.

نوموړۍ د نجونو د یوه ښوونځي څخه د لیدنې او د زده کونکو او ښوونکو سره د ملاقات وروسته ډیر ژر لیوالتیا پیدا کړه چې له هغوی سره مرسته وکړي.

په هغه وخت کي دغه ښوونځي د مالې ستونزو سره مخامخ ول. نولیس وعده وکړه چې خپل ټول ځواک به په کار واچوي ترڅو د دغه ښوونځي سره مرسته وکړي. اوس چی د هغه وخت څخه ډیر کلونه تیر شوي دي میرمن نولیس په یو وخت کي د ۴۵ ښوونځیو سره مالي مرستې کوي.


د ښوونې او روزني په برکت د سیمو پرمختګ

میرمن نولیس د افغانستان په شمال کي د ډیرو سیمو په بیارغونې لاسپورې کړی. د دغو سیمو خلکو یواځی زده کړې نه کولي بلکي د کار خاوندان هم شول. د ښوونځویو د جوړولو ترڅنګ هغه د کارګرانو او ښوونکو لپاره حرفوي کورسونه هم په لاره اچوې.

نوموړې میرمنو ته د خیاطې، د کمپیوټر او انګلیسی کورسونه جوړ کړي دي. سربیره پر دې د میرمن نولیس اتحادیې د پوهنتون لپاره د تیاري کورسونه هم برابر کړي دي. نوموړۍ وایی:
«مزارشریف، اندخوي، خان چارباغ، کرم کو او د قرغان ....... سیمو واقعآ رونق پيدا کړی دی.»

میرمن نولیس د خپلو دغو کوښښونو له امله د آلمان د ۲۰۱۱ کال د زړه د کومي د خدمت جایزي ته کاندیده شوې ده. که چیرې هغه دا جایزه ترلاسه کړې نو د دغې جایزي د پيسو یعنی د ۲۰۰۰۰ ایرو نمایی برخه به په خیریه چارو کې مصرف کړي او پاتې ۱۰۰۰۰ به یې د رحمان قل په نامه د خپل هغه همکار کورنۍ ته ورکوې چی څه موده وړاندې ووژل شو.


وصلت حسرت نظیمی / شمس الرحمان ناصر
کتونکی: مسعود جهش