1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د «بچه بازي» قربانیان څرنګه ژوند تیروي؟

۱۳۹۶ تیر ۵, دوشنبه

جاوید د کابل د «بچه بازي» په پټو محفلونو کې د نارینه په منځ کې په داسې حال کې چې ځان ئې د ښځو په شان سینګار کړی وي، ځان ته یې په لاس جوړ شوي تې ایښي وي او پر پښو یې زنګونه تړلي وي، ګډیږي.

https://p.dw.com/p/2fO7A
Afghanistan - Aktivist der als Kind als Sex-Sklave Missbraucht wurde
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

جاوید لا ۱۴ کلن نه وو، چې د افغانستان په شمالي سیمه کې یوه پخواني جهادي قوماندان برمته کړ. هغه په افغانستان د نارینه وو له خوا پر وړکو هلکانو د جنسي تیري قرباني دی.

جاوید د هغو درو پخوانیو «بچه» له ډلې څخې یو دی، چې له خپلو تیري کوونکو څخه په تیښته بریالی شوي او د فرانسې خبرې آژانس ورته لاسرسی موندلی دی. د هغو کیسې د جنسي تیري د دغو قربانیانو د ژوند تریځ حقیقت څرګندوي چې له کورنیو شړل کیږي او بیا وروسته د تیري یوې حلقې ته لویږي.

تر برمته کیدو څلور کاله وروسته، د جاوید قوماندان، د هغه پر ځای یو بل هلک پیدا کړ، او جاوید یوه بل کس ته ډالۍ کړ.

نولس کلن جاوید یوه شپه په ډیرو سختو شرایطو کې په تیښته وتوانید. هغه یې نوي تیري کوونکي یوه واده ته بیولی وو، چې د خلکو وخت ښه تیر کړي خو په واده کې نښته رامنځ ته شوه، او دی بیا وتوانید چې له ګډوډي څخه په استفادې له سیمې وتښتي.

خو اوس هغه له نڅا پرته په بل کوم کار نه پوهیږي چې له لاري يې ډوډۍ پیدا کړي. هغه زده کړې نه دي کړي او په افغانستان کې هم د بچه بازي د قربانیانو د ساتنې له پاره کافي امکانات نه شته.

اوس هغه په محفلونو کې ګډیږي. خو ډیر وخت د ګډا د محفل تر پای ته رسیدو، هغه له یوه کس سره جنسیي اړیکه نیسي. د جاوید وضعیت ښيي چې څرنګه د «بچه بازي» قربانیان تر تیښتې وروسته هم د پیسو په مقابل کې جنسي اړیکې ته اړیږي.

جاوید د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «‌‌ډیر وخت په دې چې څوک به ما له ځان سره کور ته بیایي، نښتې رامنځ ته کیږي.»

جاوید له فرانسې خبري آژانس څخه غوښتي دي چې اصلي نوم یې بربنډ نه کړي.

«بچه بازي» په افغانستان کې همجنسګرايي نه بلل کیږي، بلکه ډیر وخت د داسې هلکانو ساتل چې نجونو ته ورته وي، د قدرت یوه نښانه بلل کیږي. ډیر وخت د «بچه بازان» له قانون څخه مصئونیت لري او نه مجازات کیږي.

۱۵ کلن ګل، بیا د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د پولیسو په یوه پوسته کې ساتل کیده. هغه چې درې میاشتې یې په بند کې تیرې کړي دي، دوه ځلې د تیښتې ناکامه هڅه وکړه، خو بیا دریم ځل وتوانید چې په لوڅو پښو له دې پوستې وتښتي.

خو ګل بیا خپل کور ته نه ولاړ او تل له یوه ځایه بل ته په سفر کې وي. هغه تل ویره لري چې یو ځل بیا به برمته شي او ورباندې به جنسي تیری وشي.

Afghanistan Bacha Bazi
انځور له ارشیف څخه: د بچه قربانيانځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د هغه کورنۍ هم اړه شوې ده چې خپل کور پریږدي، ځکه ویره لري چې پیاوړی ځایي قوماندان به بیا د ګل په لټه کې د هغوی کور ته ولاړ شي.

ګل د فرانسې خبري آژانس ته د تلیفون له لارې په یوه مرکه کې ویلي دي: «ځان نجلۍ کړ! د پوستې قوماندان به راته دا خبره کوله. ویل به یې چې سینګار وکړم او پر پښو زنګونه وتړم.»

له ګل سره د پولیسو په دې پوسته کې دوه نور هلکان هم ول. ګل وايي چې پولیس نور هلکان هم لټول، په ځانګړې توګه له ناداره کورنیو څخه.

ګل ویلي دي: «هغوی به هڅه کوله چې یو له بله ښه ويسي. یو بل ته به یې ویل: زما هلک ستا تر هلکه ښایسته دی، زما هلک ښه نڅا کوي.»

یو شمیر داسې هلکان بیا له خپلو تیري کوونکو څخه د خلاصون له پاره له طالبانو سره معامله کوي او په ځینو مواردو کې په پوستې کې شته کسان وژني او د طالبانو په لیکو کې شاملیږي.

خو د ګل کورنۍ هغه بیرته ومانه او له کوره یې بیا و نه شاړه.

اجمل بیا، دومره خوشبخته نه وو. هغه چې اوس۳۰ کلن دی او پخوا «بچه» وو، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د کور عزت کله د اوبو یوه ګیلاس ته ورته وي. لږ کثافت یې هم ډیره چټلوي. که زه نجلۍ وای نو کورنۍ به مې ژوندۍ نه وای پریښې.»

دغه شرم هغه کورنۍ چې غواړي له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي، هم له ورته ستونزو سره مخامخوي. د افغانستان په سویلي برخو کې روغتیایي کارکوونکي وايي چې ډیر وخت کورنۍ خپل ماشومان د درملنې له پاره راولي خو رښتیا نه وایي.

د هلمند ولایت یو جراح، وايي: «ډیر والدین خپل زامن راولي او وایي چې په تشاب کولو کې ستونزه لري. خو کله چې هغه سړۍ دقیق معانیه کړي نو پوهیږي چې ورباندې جنسی تیری شوی دی او باید یې مقعد وګنډل شي. بیا نو یې والدین ژاړي وایی چې موږ نه غواړو خبره عامه شي، بس زموږ له ماشوم سره مرسته وکړه.»

سږ کال افغان ولسمشر اشرف غني، د بچه بازي پر ضد ځینې قوانین رامنځ ته کړل خو د دغو قوانینو د عملي کیدو نیټه لا روښانه نه ده. حکومت د روان کال په فبروري میاشت کې په کابل کې د بچه بازي پر محفلونو باندې یرغل وکړ او د شاهدانو په حواله د محفلونو د تنظیموونکو پر ځای یې هغه هلکان بند ته واچول چې هلته د ګډا له پاره راغلي ول.

په افغانستان کې چې د تیري د قربانیانو د ساتنې میکانیزمونه شتون نه لري، «بچه» ښايي له خپلو تیري کوونکو څخه وتښتي، خو د هغوی سابقه بیا هم د دغو کسانو وړاندې ژوند خرابوي.