1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو قربانیان څوک دي؟

عمران فیروز۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

د ملکي تلفاتو پر لرلو سربیره هم په افغانستان او پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو جگړه همداسې ادامه لري. په وروستیو اوونیو او میاشت کې په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی.

https://p.dw.com/p/1IZ4L
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د افغانستان د پکتیکا ولایت په گومل سیمه کې د میلادي اوونۍ په پای کې ډیر شمیر خلک د یوه احتجاج له پاره راټول شوي وو. هغوی د «موږ عدالت غواړو» شعار وکوه. د هغوی احتجاج په دغه هیواد کې د امریکایي بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد وو.

د نورو رسنیو سربیره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې د اپریل میاشتې په لومړيو کې په پکتیکا کې د یوې بې پیلوټه الوتکې برید لږ تر لږه ۱۷ تنه وژلي وو. د عیني شاهدانو د وینا له مخي په همدغه ځای کې په یوه لنډ وخت کې درې بریدونه تر سره شوي او د ځایي اوسیدونکو په وینا ټول وژل شوي کسان ملکي وگړي ول. خو دا بیا بله خبره ده چې افغان پولیس او پوځ دغه خبره ردوي. پولیس او پوځ دواړه ادعا کوي چې یوازې یاغیان وژل شوي دي. د امریکا متحدو ایالاتو پوځ هم د وژل شوو «تروریستانو» خبره کوي.

له کلونو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو جگړه

په افغانستان کې دغه شان پیښې عادي دي. د لندن میشته تحقیقاتي ژورنالیزم د دفتر TBIJ چې زیاتره د بې پیلوټه الوتکو د جگړې په هکله څیړنې کوي، د معلوماتو له مخې افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو زیات د بې پيلوټه الوتکو چې ورته ډرون وایي له لوري بمباري شوی هیواد دی. د دغه دفتر په وینا له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر ۲۰۱۳م کال په افغانستان کې د بې پیلوټه الوتکو ۱۶۷۰ بریدونه شوي دي.

خو د بریدونو د شمیر پرته نور ډیر جزئیات نه شته. دا هم معلومه نه ده چې په اصطلاح «د مرگ د فرشتې» د بریدونو له کبله په افغانستان او پاکستان کې څومره انسانان وژل شوي دي. خو د تحقیقاتي ژورنالیزم د دغه دفتر څیړنې دا په ډاگه کوي چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۰ سلنه پیژندل شوي قربانیان ملکي کسان دي. یوازې څلور سلنه قربانیان د القاعدې سره د تړلي نزدې چاپیریال سره تړاو لري. د اټکلونو له مخې له ۲۰۰۴م کال راهیسې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ۳۰۰۰ انسانان وژلي دي.

د پکتیکا د پیښې په څیر ښايي د ډرون په بریدونو کې ملکي کسان ووژل شي خو سیاستوال او یا پوځ د هغوی له پاره د «یاغیانو» او یا «تروریستانو» کلمه کاروي. د بیلگې په توگه په کونړ ولایت کې: د ۲۰۱۳م کال په اپریل میاشتې کې څلور کلن عامر او د هغه ۲۵ کلن تره عبدالواحد له نورو ۱۳ کسانو سره یو ځای د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شول.

عامر او عبدالواحد په اسد آباد کې روغتون ته تر تلو وروسته بیرته خپل کلي ته روان وو. د عامر پلار نقیب الله له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې هغوی دواړه یې کلي ته ولیږل او خپله یې غوښتل چې لږ وروسته ولاړ شي. خو کله چې هغه کور ته تلیفون وکړ څو د هغوی له حاله ځان خبر کړي نو دا ناوړه خبر یې واورید. هغه زیاتوي: «ما دغه خبر نه شو زغملای او بې خوده شوم. ناڅاپي ټول یادونه راپه زړه شول. په داسې حال کې چې مې له سترگو اوښکې بهېدې، زوی او ورور مې سترگو ته دریدل.»

وروسته له هغې چې نقیب الله له ځایي پوځ سره تماس ونیو نو ده ته وویل شول چې د هغه زوی او ورور د وژل شویو طالب جنگیالیو په توگه انگیرل کیږي، او ورته وویل شول چې تر هغې دا خبره صدق کوي چې دی د دې برعکس خبره په اثبات و رسوي. نقیب الله زیاتوي: «دا یوه بې ځایه د خندا وړ ادعا ده چې زما ورور او همداشان څلور کلن زوی طالب جنگیالي وو.»

آزادې پلټنې ډیر کم امکان لري

دا چې پوځ ولې دغه شان ادعاوې کوي، څرگنده نه ده. د لندن میشته تحقیقاتي ژرونالیزم له دفتر څخه جک سرلي، چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه څاري وایي: «دا گرانه ده چې معلومه کړل شي چې آیا دغه شان پيښې په قصدي توگه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ولاړې دي که د غلطو اټکلونو. زما د تجربې له مخې د ژورنالیستکي رپوټونو له پاره د پولیسو، پوځ او د حکومت دریځ اصلي منابع دي. خو زیاتره وخت دغه خبره نامعلومه وي چې دغه کسان خپل معلومات له کومه په لاس راوړي.»

نوموړې وړاندې وایي: «زیاتره وخت ویل کیږي چې دغه معلومات د افغانستان د ملي امنیت د ادارې دي. دغه معلومات بیا هغوی له امریکایانو څخه تر لاسه کوي. خو تل دغه خبره صدق نه کوي.»

هغه زیاتوي چې له دې کبله په دې برخه کې ابهام شته.

تر دې ستونزمنه مرحله بیا دا ده چې زیاتره هغه سیمې چې پکښې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو تر سره کیږي، ډیرې کمې د خبریالانو او یا هم د بشري حقونو د فعالانو له لوري پلټل کیږي. د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده، وایي چې ډیرې هغه سیمې چې پکښې د ډرون بریدونه تر سره کیږي د مرگ د حوزو په توگه انگیرل کیږي او له تگ څخه ورته ډډه کیږي، نو له دې کبله سم معلومات نه تر لاسه کیږي.

په تیرو اوونیو او میاشتو کې په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی. یوازې د تیرې جمعې په ورځ په ننگرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکو برید لږ تر لږه ۴۶ کسان وژلي دي. په دغه پيښه کې هم یوازې د یاغیانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. آیا په رښتیا هم داسې ده؟ دا خبره نه شي ارزول کیدی.

دا بې تفاوته ده چې په واشنگټن یا بل ځای کې څه ډول ادعا کیږي خو نقیب الله او په پکتیکا کې احتجاج کوونکو ته دا خبره روښانه دی چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د هغوی وژل شوي دوستان او خپلوان بې گناه انسانان ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب