1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د دوو بهرنیو د لادرکه کیدو رپوټونه

۱۳۹۱ مهر ۲۲, شنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې دوه تنه بهرنيان له څو ورځو راهیسې ورک دي او کیدای شي چې د یاغیانو له خوا برمته شوي وي. بهرنیو دیپلوماتانو تر اوسه پورې دغه خبر نه دئ تائید کړی.

https://p.dw.com/p/16PRz
انځور: picture-alliance/dpa

ویل کیږي چې دغه دونه تنه وگړي چې د برمته کیدو رپوټونه ئې ورکړل شوي دي امریکايي او کانادایي دي. په وروستیو ورځو کې داسې اوازې خبرې شوي دي چې دا دوه تنه هغه وخت د یاغیانو او یا جنایتکاره ډلو له خوا برمته شوي دي چې له کابل څخه د وردکو په لور روان ول. خو په افغانستان کې د امریکا او کانادا سفارتونو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې هغوی په افغانستان کې د خپل هیوادونو د کوم لادرکه شوي وگړي په اړه معلومات نه لري.

د وردکو د پولیسو ویاند ولي محمد، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «د ولایتي بیا رغونې د ډلې د رپوټونو په حواله، هغوی وردکو د سفر کولو تصمیم نیولی وو. لا درکه شوي کسان د کابل کمپنۍ سیمې ته تر رسیدو پورې په تماس کې ول، خو تر هغه وروسته ئې تماس قطع شوی دئ.»

ولي محمد زیاته کړې ده چې ښايي دغه کسان برمته شوي وي: «موږ داسې معلومات په لاس کې لرو چې ښيي چې کیدای شي دغه کسان برمته شوي وي.»

افغانستان ته تر ۲۰۰۱ کال وروسته ډیری بهرنیان ورغلل. په وروستیو کې په دغه هیواد کې د بهرنیو د برمته کولو ځینې پېښې هم رامنځ ته شوي دي. په افغانستان کې میشت د ناټو چارواکو ویلي دي چې د دغو دوو تنو د لا درکه کیدو له راپوټونو خبر دي خو زیاته ئې کړه چې په دې برخه کې افغان امنیتي ځواکونو او دیپلوماتان په کار بوخت دي.

د جمعې په ورځ ناوخته په کابل کې میشت یوه امریکایي دیپلومات د رویترز خبري آژانس ته وويل چې په افغانستان کې د یوه امریکايي وگړي د لادرکه کیدو په اړه معلومات نه لري، خو دیپلوماتان ډیر وخت د برمته شوو کسانو په اړه معلومات نه ورکوي.

د کانادا د بهرنیو چارو ادارې ویلي دي چې د لادرکۍ له راپوټونو خبر دي خو لا تر اوسه پورې په افغانستان کې د یوه کانادایي د لادرکه کیدو تائيدي نه لري.

د روان کال په مې میاشت کې دوه تنه سویسي ډاکترانې په افغانستان کې برمته شوې وې خو بیا وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ازادې کړای شوې وې.

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: احمد ولي اڅکزی