1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې د روسیې فعالیتونو امريکا اندیښمنه کړې»

۱۳۹۶ فروردین ۱۱, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د روسیې د حضور او له طالبانو سره د دغه هیواد د اړیکو په اړه اندیښنه لري.

https://p.dw.com/p/2aR6r
Belgien US Außenminister  James Mattis auf NATO Treffen in Brüssel
انځور: Getty Images/AFP/E. Dunand

دغه امریکايي چارواکي په لندن کې له خپل بریتانیايي سیال سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ د طالبانو په تړاو د روسیې فعالیت لیدلی دی.»

په دې وروستیو وختونو کې ځيني امریکایي چارواکو داسې ادعاوې کړې دي چې مسکو له طالبانو سره مرستې کوي او آن دغې ډلې ته وسلې رسوي.

ځیني کارپوهان وایي چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلي له نفوذ څخه ویره لري او له دې کبله له طالبانو سره چې د داعش دښمنه ډله بلل کیږي، د پخوا په پرتله ډیر نزدې شوی دی.

هغه زیاته کړه: «زه په اوسني وخت کې دې ته چمتو نه یم چې ووایم دا [فعالیت] د وسلو او يا داسې نورو توکو په شکل کې څرګند شوی دی، خو دا یقیني خبره ده چې د هغوی د نورو کړو وړو په رڼا کې هغه نیت چې دوی یې هلته [په افغانستان کې] لري، موږ يې اندېښمن کړي یوو.»

متیس دا خبره هم روښانه کړه چې د ولسمشر ترمپ اداره په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د ډیریدو پر وړاندیز باندي غور کوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا تر اوسه پورې په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې.