1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په هکله رپوټ

۱۳۹۶ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د روانې جگړې په ترڅ کې د ۲۰۱۷م کال په لومړیو درو میاشتو کې د تیر کال د همدې موده په پرتله د ملکي تلفاتو شمیر یو څه راټیټ شوی دی. دغه خبر په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما، ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2bzfR
Begräbnis nach NATO Luftangriff auf Tanklaster Kundus 2009
انځور: STR/AFP/Getty Images

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د یوناما له لوري د ۲۰۱۷م کال وروستۍ شمیري ښيي چې پر دې سربیره هم د ملکي تلفاتو شمیره لا لوړه ده. یوناما د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتې کې د ملکي تلفاتو ۲۱۸۱ پیښې ثبت کړي، چې ۷۱۵ تنه وژل شوي او۱۴۶۶نور ټپیان دي. دغه ارقام د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې څلور سلنه کمښت ښيي. 

رپوټ زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغي ډلو تر منځ ځمکنۍ نښتې د تلفاتو تر ټولو ستر لامل دی چې له امله یې ۳۵ سلنه تلفات رامنځ ته شوي دي. په دغه شمیر کې هم د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۱۹ سلنه کمښت راغلی دی.

یوناما په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه کمښت ښایي په ۲۰۱۶م کال کې په گڼو سیمو کې د جگړو له امله ډېر خلک له جنگي سیمو وتلي دي. نه دا چي جگړه لږ شوې ده.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په تیر میلادي کال په افغانستان کې ۶۵۲۵۹۴ کسان د وسله والو کړکیچونو له کبله له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

د یوناما په رپوټ کې راغلي دي چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو په مرگ ژوبله کې بیا ۲۴ سلنه او د ماشومانو په مرگ ژوبله کې درې سلنه ډېرښت راغلی دی. رپوټ زیاتوي چې «یوناما د ماشومانو او ښځو د مرگ ژوبلې کچې د لوړیدو په هکله ډیره انديښمنه ده، په ځانگړې توگه د مړینې د کچې په هکله.»

د حکومت مخالفي ډلي د ۶۲سلنه ملکي مرگ ژوبلې لامل شوي دي. دغه شمیر بیا د تیر کال د لومړیو درو میاشتو په پرتله پنځه سلنه ډیروالی ښيي. رپوټ زیاتوي چې د ملکي تلفاتو یو ستر عامل چاودیدونکي توکي او تر هغې وروسته ځانمرگي او پیچیلي بریدونه دي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي: «د حکومت مخالفو عناصرو په دوامداره توګه په قصدي توګه د ملکیانو هدف ګرځولو ته دوام ورکړی او په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي له هدف پرته تکتیکونو څخه کار اخیستی، چې دا نړیوالو بشري قوانینو ته د دوی له مکلفیت څخه ښکاره سرغړونه ده.»

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي تدامیچي یماموتو، ویلي دي: «د وسله والو شخړو پر مهال په قصدي توگه د ملکیانو وژل او ټپي کول جرم دی. د حکومت مخالف عناصر باید دا زړه بوږنوونکی عمل ودروي او هر څوکب باید د نړیوالو قوانینو له مخې د ملکي تعریف په پام کې ونیسي او درناوی یې وکړي.»

یوناما بیا د ملکي وگړو ۲۱ سلنه مرگ ژوبله حکومت پلوو ځواکونو ته راجع کړې. رپوټ زیاتوي «په داسې حال کې چې ډیره مرګ ژوبله دحکومت پلوه ځواکونو د دولت ضد عناصرو سره د ځمکنۍ جګړې پرمهال په غیر مستقیم ډول رامنځ ته شوې، یوناما د هوایي عملیاتو له درکه په ملکي مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی ثبت کړی.» 

د یوناما د رپوټ له مخې په هوایي بریدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي او ۷۶ ټپیان شوي دي. د تیر میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې په هوایي بریدونو کې اته تنه وژل شوي او ۲۱ تنه ټييان شوي ول.

نهه سلنه مرگ ژوبله د دولتي ځواکونو او مخالفه وسله والو تر منځ د ځمکنۍ جگړې له کبله رامنځ ته شوې چې په مشخص ډول یوې ځانگړې خوا ته نه شي راجع کیدی. یوناما په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې پاته ډیره برخه مرگ ژوبله د هغو ناچاودلو توکو لکه ماینونو له کبله رامنځ ته شوي چې مسئولیت یې چا ته نه دی راجع شوی.