په افغانستان کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله لوړه شوې
۱۳۹۳ تیر ۱۸, چهارشنبهد ملگرو ملتونو له خوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې اوس په افغانستان کې په مخامخ جگړه کې د سړک د غاړې ماینونو په پرتله ډیری کسان وژل کیږي. رپوټ زیاته کړې ده چې ډیر وخت ښځو او ماشومانو ته هم په جگړه کې زیان اوړي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشر یان کوبیش، د دغه رپوټ په اړه وویل: «په افغانستان کې د نښتو د شکل څرنگوالی د بدلیدو په حال کې دی. په ۲۰۱۴ کال کې په داسې ځایونو کې چې ملکي وگړي میشت دي، مخامخ ځمکنۍ جگړې ډیرې شوې دي.»
هغه د دغو جگړو له کبله د رامنځ ته شویو زیانونو په اړه اندیښنه وښوله او روښانه یې کړه: «پر ملکي کسانو باندې د دغو جگړو اغیزه چې ډیر اسیب پذیزه افغانان هم په کې شامل دي، ډیره زیاته ناوړه ده.»
د ملگرو ملتونو له خوا د ثبت شویو ارقامو له مخې یوازې د ۲۰۱۴ کال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې ۴۸۵۳ ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا د ۲۰۱۳ کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ سلنه لوړوالي ښيي.
د یوناما له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۵۶۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۲۸۹ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. د دغو تلفاتو له ډلې څخه دوه پر دریمه برخه یې د ځمکنیو نښتو په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
دغه شمیرې ښيي، په داسې حال کې چې د روان کال تر پایه پورې ټول نړیوال جنگي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په دې هیواد کې د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې لوړې کچې د راتلونکې په اړه اندیښنې ډیرې کړې دي.
په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په هلمند ولایت کې سخته جگړه روانه ده. په دې ولایت کې تر هغه وروسته جگړه پیل شوه، چې شاوخوا ۸۰۰ طالب جنگیالیو د هلمند پر څلورو ولسوالیو باندې بریدونه وکړل.
د یوناما د بشري حقونو د څانگې مشرې جیورگیتي گگنون، وویل: «جگړه په ټولنه کې، عامه ځایونو کې او د عادي افغانانو کورونو ته نزدې روانه ده. په جگړه کې د ښځو او ماشومانو د مرگ ژوبلې کچه په لوړیدو ده.»