1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د پوليسو روزنه ډير ورو پر مخ ځی

۱۳۸۷ مهر ۲۴, چهارشنبه

المان ته د طالبانو له راپرزيدو څخه وروسته دنده په غاړه وراچول شوي وه چي افغان پوليس وروزي.

https://p.dw.com/p/FZmB
انځور: AP

خو وروسته نه يوازي د امريکا متحده ايالتونو بلکه د نورو په نظرهم د پوليسو روزل ډير ورو پر مخ تلل.

دا داسي نيوکه ده چي په افغانستان کي د المان د پوليسو د روزلو د پروژې مشر يورګن هوبر هم هغه پيژني، دی وايي :

«زه فکرکوم چي په لمړی سرکی مونږ ټول ډير خوشبينه وو.30 کلنې جګړې نه يوازي اقتصادي بنسټيزه، بلکه ټولنيز جوړښت، او اخلاق او روحيي هم ويجاړي کړي. د همدي لپاره هغه انتظارونه چي مونږ په لمړي سرکي درلودل، د وضعي په پام کي نيولو سره جګو و. خو که سړی وويني چي مونږ پدي منځکي څه کړيدي، نو ويلاي شو چي ډير کار مو کړيدي. او سړي کولاي شي چي له هغه سره راضي وي.»

په دې منځکې په افغانستان کي د المان د پوليسو د روزلوماموريت په اروپايي پروژې بدل شوي اوپه مزارشريف کي يي د المان د عسکری قشلي ترڅنګ يو د پوليسو ښونځي جوړ کړيدي. د دې ښونځي ودانۍ د تيرې سشنبي په ورځ پرانيستل شوه. د پرانيستلو مراسموته يې په افغانستان کي د المان سفير ورنر لوکهم ورغلی وه. ده وويل:

« د افغانستان په پوليسو باندي پاڅونکو ډير زيات بريدونه کوي. دوي بايد داسی وروزل شي، چې له ځانه او همدغه ډول د دي هيواد د وګړو چي ستره هيله يي د نظم اوامنيت راوستل دی دفاع وکړي. او داسي خدمت، چي وګړې يې انتظارلري وکولاي شي.»

Frank Walter Steinmeier in Afghanistan
په مزار شريف کی د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاينمايرانځور: AP

په افغانستان کی تل دا جمله اوريدل کيږي، چي د پوليسو د نظام د بيا رغولو لپاره به پرمختيايي مرستي ته نوره اړه نوي. او ويل کيږي، که افغان پوځ او پوليس ښه وروزل شي، هغه وخت بيا بهرني پوليس اوعسکر بيرته خپلو هيوادونو ته تلالي شي. دا چي دا حالت به کله راشي، پدي برخه کي د پوليسو سلاکار هوبرهم څه نشي ويلاي:

« اوس که پدي ځاي کي کار خوشي کړو، دا به په نيمايي کي د خوشي کولو معني ولري، ځکه چی دا به هغه څه چي مونږ ټولو پدي تيرو وختونو کي کړي اومنځته راوړي، ويجاړکړي.»

اوس کیداي شي چي په مزارشريف کي 200 نور اضافي پوليس هم وروزل شی. دا په هيواد کې د امنيتي وضعي د ورځ په ورځ خرابيدو له امله ډير ضروري بريښی.

د پوليسو روزونکي چي له څو ورځو راهيسي يپه روزنه لاس پوري کړی دي وايي:

«سړي ويني چي د هغوی زياتره ښونځۍ نه دي لوستي او د هغو ترمنځ ډيري ليکل اولوستل نشي کولاي، خو دوي سره له هغه هم ډير ذکي او هوښيار دي اوعملي شيان ډير زر زده اوعملي کولاي شي.»