1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی

حسین سیرت۱۳۹۴ مهر ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو دفتر، یو ګډ رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Gnms
انځور: AP

د دغه رپوټ له مخې چې د چهار شنبې په ورځ خپور شوی دی، په روان کال کې د کوکنارو کښت ۱۴ سلنه رالویدلی دی. دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کمښت رامنځ ته کیږي.

افغان چارواکو ویلي دي چې طبیعي افات او د کوکنارو د کروندو له منځه وړل، د دغه کمښت اصلي لاملونه دي. د وړاندې شوي رپوټ له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د کوکنارو ۴۰ سلنه کروندې، د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې دي.

له مخدره توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي، د چهارشنبې په ورخ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «نن تاسو ته تر څو کلونو وروسته یو ښه خبر لرو [...] هغه شميرې چې له موږ سره موجودې دي خوشبیني ښيي [...] د کښت په برخه کې موږ د تیر کال په پرتله ۱۹ سلنه کموالي وینو.»

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو د دفتر منطقه وي مسوول اندرې اویستیان، هم په دې کنفرانس کې وویل: «زه ډیر خوښ یم چې نننۍ خپرې شوې شمیرې د کوکنارو په کښت او تولید کې کموالی ښيي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت ویلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې ټول ټال ۳۷۶۰ هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده. دا معنیت د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالي ښيي.

په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې ښايي د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د مخدره توکو په تولید کې ۴۸ سلنه کموالی راشي. په رپوټ کې زیاته شوې ده: «د هیواد په سویل لویدیځه برخه کې د حاصلاتو کمیدو د ټول هیواد په کچه تولید باندې ژوره اغیزه کړې ده.» په رپوټ کې همداراز په ډاګه شوې ده چې په نیمروز ولایت کې د اوبو کمښت د حاصلاتو د کمیدو سبب شوی.

د افغانستان په شمال کې د کرهنې ډیریدل

اویستیان په دې کنفرانس کې وویل چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو د ډیریدو له کبله، د کوکنارو کښت هم ډیر شوی دی. د بلخ، سرپل، فاریاب، بادغیس، غور، ارزګان، کابل او کونړ هغه ولایتونه دي چې سږ کال په کې د تیر کال په پرتله ډیر کوکنار کرل شوي دي.

رپوټ ښيي چې د افغانستان په شرقي سیمو کې د کوکنارو په کښت کې ۴۰ سلنه کموالی او په سویل لویدیځ کې ۲۰ سلنه کموالی رامنځ ته شوی دی. زیاته شوې ده چې په لویدیځ زون کې بیا د کوکنارو په کښت کې ۱۰ سلنه ډیروالی راغلی دی. خو په شمال کې بیا د کوکنارو کښت ۱۵۴ سلنه لوړ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب