1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی زیات شوی

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي دي چې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه هيواد کې له خبریالانو سره په تاوتریخوالي کې ډیرښت راغلی دی. دغه رپوټ د سه شنبې په ورځ خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/1JNhN
انځور: picture-alliance/dpa/T.Mughal

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وینا په جگړه ځپلي هیواد افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندي د ۲۰۱۵م کال په پرتله د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالي کچه ۳۸ سلنه ډیره شوې ده.

د دغې کمیټې مشر نجیب شریفي د سه شنبې په ورځ وویل: «د روان کال په شپږو میاشتو کې کمېټې د افغان خبریالانو پر وړاندي ۵۴ پیښې ثبت کړي دي.»

هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې د تاوتریخوالي ډکو دغو پیښو کې قتل، ټپي کیدل، توقیف او نور گواښونه شامل دي. شریفي زیاته کړې ده: «د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰خبریالان وژل شوي دي چې طالبانو یې د نهو تنو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.»

په رپوټ کې راغلي دي چې په دغو شپږو میاشتو کې بیا هم دولتي مسوولین له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرو پیښو عاملین بلل شوي دي. د رپوټ له مخې حکومتي مسئولان او موظفین د ۲۱پیښو عاملین ښوول شوي چې د ټولو پیښو ۳۹ سلنه جوړي.

په رپوټ کې راغلي دي: «دغه راز طالبان هم د تیرو کلونو په پرتله له خبریالانو سره د بې ساري تاوتریخوالي عاملین دي.» د رپوټ له مخې طالبانو له خبریالانو سره د تاوتريخوالي په۱۶ پیښو کي کښېل چې د ټولو پیښو ۳۰ سلنه جوړوي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د روان میلادي کال په جنوري میاشتې کې په کابل کې د طالبانو یوه ځانمرگي برید کي د طلوع تلویزنې شبکې اووه کارکوونکي ووژل او تر شلو زیات یې ټپیان کړل.

رپوټ زیاتوي چې دوه نور خبریالان ذبیح الله تمنا او ډیویډ گلیکي چې په امریکا کې یې د «نیشنل پبلک راډيو» له پاره یې کار کاوه په جون میاشتې کې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي: «رسنۍ او د بيان ازادي چې له تېرې يوې نيمې لسيزې لويي برياوي کڼل کیږي، له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه، مالي ستونزې، د کیفیت له پلوه د رسنيو نه پرمختګ او د ګوندي رسنيو زياتوالی د رسنيو پر وړاندې لویې ستونزي دي. همدا رنګه د حکومت له خوا له رسنيو سره د معلوماتو نه شريکول هم د خبريالانو پر وړاندي جدي ستونزه ده.