1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې میشت دوه ترکي جنرالان د کودتا په تړاو نیول شوي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

په افغانستان کې میشت دوه ترکي جنرالان په دغه هیواد کې د ناکامه کودتا په تړاو په دوبۍ کې نیول شوي دي. دغه خبر د CNN Turk تلویزیون د سه شنبې په ورځ د دیپلوماتانو په حواله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1JVpt
Türkei Putschversuch Festnahmen
انځور: picture-alliance/abaca

د نیول شویو کسانو په افغانستان کې د میشتو ترکي ځواکونو یو قوماندان برید جنرال ساحت باکیر، او په دې هیواد کې د ترکیې د روزنیز او ملکي مرستو یو مسوول ډګر جنرال سینیر توپوس، ښوول شوي دي.

په ترکیې کې د جولای په ۱۵ نیټه یوه ناکامه کودتا وشوه چې په ترڅ کې یې د پوځ یوې برخې د اردوغان پر ضد ټانکونه، الوتکې او نور پوځي تجهیزات وکارول چې د دغه هیواد واک په لاس کې واخلي. دغو ځواکونو یو څه دولتي تاسیسات ونیول خو بیا وروسته د اردوغان د پلوي ځواکونو او خلکو له خو د هغوی مخه ونیول شوه. د کودتا په دغه هڅه کې ۲۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کودتا تر هڅې وروسته اردوغان ډیری کسان په پوځ او نورو دولتي ادارو کې له دندو کوښه کړل او یا یې هم زندانونو ته واچول.

د CNN Turk تلویزیون ویلي دي چې نیول شوي جنرالان د سه شنبې په ورځ سهار ترکیې ته ولیږدول شول.

د ترکیې د کودتا په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل