1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې ناموسي وژنې زیاتې شوې دي»

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

د بشري حقونو کمیسیون وايي چې په افغانستان کې یوازې د روان کال په اپریل او مې میاشتو کې ۱۶ ښځي او ماشومان د «ناموسي وژنو» په ترڅ کې وژل شوي دي. د دې کمیسیون په حواله په وروستیو کې په افغانستان کې ناموسي وژنې زیاتې شوې دي.

https://p.dw.com/p/15RRk
انځور: DW

یوازې څو ورځې پخواد افغانستان په غزني ولایت کې یوه ښځه او د هغې دوه ماشومان ووژل شول. دا په افغانستان کې د ناموسي وژنو وروستۍ پېښه ده.

پولیس وایي چې هغوی د دې پېښې په اړوند د دغې ښځې پر پخواني میړه شک لري. وژل شوې ښځه ستاره نومیده چې له میړه څخه ئې طلاق اخیستی وو. اوس د هغې پر میړه باندې شک دئ چې پخپله ستاره، د هغې اته کلن زوی او نهه کلنه لور ئې وژلي دي.

یوه سیمه ییز پولیس د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «ماشومانو هغه د خپلې مور د سر پرې کولو په حال کې لیدلی دئ، نو ځکه هغه دغه ماشومان هم وژلي دي.»

د دې پولیس په خبره برید کوونکي د ستارې یوه دوه کلنه لور ژوندۍ پریښې ده. د بشري حقونو فعالین وایي چې په وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ډیر زور اخیستی دئ. دغه فعالین وایي چې اوس د ولسمشر کرزي دولت د دې پر ځای چې د ښځو حقونو ته توجه وکړي، خپل ډیر پام ئې د امنیت د لیږد بهیر ته اړولی دئ.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې د ستارې او د هغې د دوو ماشومانو د وژنې له پېښې پرته، په افغانستان کې یوازې د مې او اپریل په میاشتو کې ۱۶ تنه د ناموسي وژنو په ترڅ کې وژل شوي دي. دا په داسې حال کې چې په تیر کال کی د دغو پېښو شمیر شلو ته رسیدئ.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون کمیشنره ثریا صبحرنگ، وایي چې په افغانستان کې ناامني او د قانون نه پلې کیدل د دغو پېښو د ډیر والې لامل دئ.

ستارې تیر کال له خپل مېړه محمد عارف، څخه طلاق واخیست. هغې تر دې پخوا له خپل مېړه سره لس کاله له تاوتریخوالي ډک ژوند تیر کړی وو. اوس هم پولیس په محمد عارف پسې گرځي خو لا تر اوسه پورې د هغه په موندلو نه دي توانیدلي. چارواکي وایي چې د ستارې د قتل پېښه یوه ناموسي وژنه ده.

افغان ښځو د طالبانو د رژيم تر ړنگیدو وروسته خپل لومړني حقوق تر لاسه کړل. خو هغوی ویره لري اوس چې افغان دولت غواړي له طالبانو سره سوله وکړي کیدای شي د هغوی لس کلنې بریاوي له گواښ سره مخامخ کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض