1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ناټو درې تنه سرتیري ووژل شول

۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15lf8

په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو په یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د چهار شنبې په ورځ ئې د افغانستان په ختیځ کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي.

طالبانو د پېښي پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې د ناټو دا سرتیري ئې د کونړ په ولایت کې وژلي دي.