"په افغانستان کې وروستۍ پېښي تصادفي نه دي"
۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعهپه هغه وینا کې چې د طالبانو په انترنیتي پاڼه کې خبره شوې ده راغلي دي: «د مذاکراتو د درولو دلیل د امریکا د بې ثباته موقف دﺉ. له همدي کبله طالبان دې ته اړ شول چې له امریکا سره خپلي خبري اتري وځنډوي.»
په خپره شوې وینا کې طالبانو د کندهار له خونړۍ د پېښي یادونه نه ده کړې. په دې پېښه کې د کندهار په ولایت کې یوه امریکایي سرتیري ۱۶ ملکي وګړي ووژل چې پکښي نهه تنه ماشومان هم شامل ول.
د افغانستان د چارو کارپوه میاګل وثیق له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې افغانان سولي ته لیوال دي او امریکایان هم غواړي د افغانستان لس کلني جګړي ته د سولي له لاري د پای ټکی کیږدي. وثیق وایي چې طالبان غواړي د سولي له بهیر څخه لا ډیر امتیازات تر لاسه کړي او له همدي کبله ئې دا بهیر په مؤقتي ډول ځنډولي دئ.
د وثیق په خبره دا یوازي طالبان نه دي چې د سولې له بهیر څخه د امتیازاتو ترلاسه کول غواړي، پاکستان هم په دې بهیر کې لاسوهني کوي او غواړي خپل امتیازات پکښي تر لاسه کړي.
وثیق د افغانستان وروستۍ پېښي تصادفي نه بولي او وایي د افغانستان په چارو کي ټولي ښکیلي خواوي غواړي چې ګټي ئې خوندي وي که احساس وکړي چې ګټي ئې له خطر سره مخامخ دي نو بیا د سولي بهیر له ستونزو سره مخامخوي.
طالبانو په خپله وینا کې ویلي دي چې له امریکایي چارواکو سره د هغوی په وروستی لیدنه کې هغوی ته د شرایطو یو لیست ورکړل شو چې نه یوازي د منلو وړ نه وو بلکي د طالبانو او امریکا تر منځ د ځینو شوو موافقو خلاف هم وو.
طالبانو په خپله وینا کې دا خبره هم منلې ده چې د هغوی استازو په قطر کې له امریکایي چارواکو سره لیدلي دي چې د سولي د بهیر او د بندیانو پر تبادله باندي خبري اتري وکړي.
د طالبانو له خوا په خپره شوې وینا کې راغلي دي چې طالبان کیدای شي د سولي خبري اتري له سره پیل کړي خو طالبانو ویلي دي چې دا کار یوازي په هغه صورت کي کیدای شي چې امریکا یو شمیر موضوعګاني روښانه کړي او د وخت د ضایع کولو پر ځای د طالبانو پر وړاندي خپل ښه نیت ښکاره کړي.
دویچه ویله/ آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض