1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ولي ډله ییزي برمته نیوني ډیري شوي دي؟

رضا شیر محمدی۱۳۹۴ مرداد ۲۳, جمعه

په وروستیو وختونو کې د افغانستان پر لویو لارو د ډله ییزو برمته نیونو پیښې ډیري شوي دي. د ډله ییزو برمته نیونو پیښو تر شا څوک دي او لامل یې څه دی؟ طالبان، داعش او که قومي اختلافات؟

https://p.dw.com/p/1GFaN
انځور: Mahdi Moradi

دا لومړی وار نه دی چې د غزني ولایت په مربوطاتو کې داسې افغانان چې په یوه قوم، ژبې او مذهب پورې تړاو لري، په ډله ییزه توګه برمته کیږي. په وروستۍ پیښه کې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ ۱۲ تنه اوسیدونکي د همدې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې برمته شول. ټول برمته شوي کسان هزاره گان دي.

د غزني والي موسی اکبرزاده، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې په دې ولایت کې د ډله ییزو برمته نیونو تازه لامل د هزاره ګانو او کوچینانو تر منځ ستونزي دي: «هغه راپور چې موږ ته یې له جاغوري څخه رالېږی دی، دا دی چې د وروستیو برمته نیونو تر شا د مېږو موضوع وه چې له کوچیانو څخه نیول شوي وې. دلیل یې همدا میږي وي.»

هغه د میدان وردگو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړو ته په اشارې سره وویل چې دغه اختلافات اوس غزني ته هم رسیدلي دي. هغه ټینګار وکړ چې چارواکي اوس د ستونزې د حلولو په لټه کې دي.

تر دې مخکې هم د غزني پر لار ۳۱ افغان هزاره ګان د وسله والو له خوا برمته شوي ول چې د آزادیدو له پاره یې د په ټول افغانستان کې ستر کمپاینونه وشول. له دغو کسانو څخه ۱۹ یې بیا آزاد شول او د نورو برخه لیک لا تر اوسه معلوم نه دی. خو د هغوی په ډله کې دوه تنه یې په لومړي سر کې د برمته نیوونکو له خوا ووژل شول او یو بل یې بیا په ناروغۍ کې مړ شو.

د افغانستان پارلمان استازی محمد آصف رحماني، وایي چې په ډله ييزه توگه د یوه ځانګړي قوم برمته نیونه، لویې موخې لري. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «ای اس ای او نور استخباراتي سازمانونه د دغو برمته نیونو تر شا دي، څو لومړی په هزارجاتو او بیا هم په ټول افغانستان کې مذهبي جګړې پيل کړي. لکه د عراق او سوريې برخه لیک او یا هم هغه څه چې په یمن کې روان دي.»

له بلې خوا بیا په کابل پوهنتون کې د ټولن پیژندني استاد بریالی فطرت، سیاسي، اقتصادي، قومي او شخصي ستونزي او اختلافات د دغو برمته نیونو تر شا لاملونه بولي خو هغه وایي چې په افغانستان کې د برمته نیونې وروستۍ پیښې په عراق او سوریې کې د داعش ترهګري ډلي له خوا برمته نیونو ته ورته دي: «دغه برمته نیونې بې له شکه چې مذهبي عوامل لرلای شي، ځکه ډیر وخت زموږ هزاره ورونه چې شیعه مسلمان دي، برمته کیږي.»

هغه په دې باور دی چې داعش د مذهبې تفرقې له اچولو سره غواړي لا ډیر جنګیالي جذب کړي ترڅو وشي کولی د افغانستان له لارې په سیمه کې خپلو لویو اهداف ته ورسیږي. هغه وایي چې د افغانستان خلک باید د دغه ګواښ پر وړاندې ودریږي ترڅو په افغانستان کې د سوریې او عراق ستونزې تکرار نه شي.

د غزني والي بیا وایي چې په افغانستان کې قومي او مذهبې جګړې نه پیلیږي ځکه په خبره یې په دې هیواد کې قومونه د یو بل منلو ظرفیت لري خو هغه وایي چې مرکزي دولت باید له برمته نیونکو سره بندیان تبادله نه کړي ځکه له دې سره کیدای شي چې نورې ډلې هم د خپلو بندیانو د آزادولو له پاره افغانان برمته کړي.