1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې پر ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو باندې د بريدونو کچه پراخه شويده

۱۳۸۸ آبان ۲۷, چهارشنبه

په افغانستان کې د نا امنيو له کبله پوهنه هم د نا امنيو له امله زيانمنه شويده او څه ناڅه په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه په سوهيل اوسوهيل لويډيزو ولايتونو کې په ښوونځيو او د پوهنې د اړوندانو تر سره شوي.

https://p.dw.com/p/KaK6
انځور: ERÖS

هغه مفصل رپوټ کې چې د پوهنې د وزارت لخوا خپور شو په ښوونځيو او د پوهنې په اړوندانو د وسله والو بريدونو بيلابيل ډولونه څيړل شوي دي. د پوهنې د وزارت مرستيال وزير محمد سليمان کاکړ دويچه ويلې ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې، په دې رپوټ کې په ښوونځيو باندې د بريدونو ډولونه او له هغو څخه د ژغورنې لارې چارې په ګوته شوي دي.

د پوهنې وزارت مرستيال وزير وويل چې : په روان کال کې پر ښوونځيو باندې 816 امنيتي پيښې رامنځ ته شوي دې ، د ښوونځيو سوځول، په ښوونځيو کې چاودنې، په ښوونځيو باندې د راکټونو ويشتل، د پوهنې د اړوندانو برمته نيول او د هغوی وژنه هغه پيښې دي چې په ښوونځيو او د پوهنې په اړوندانو تر سره شوي دي .

کاکړ وايي چې، د دغو پيښو له ا مله 172 زره تنه زده کوونکي ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې شويدي او په همدې شميره هغه ماشومان چې بايد په ښوونځيو کې شامل شوي وای له تعليم څخه بې برخې پاتې شويدي.

د پوهنې وزارت د رپوټ په يوې برخې کې راغلي چې په ښوونځيو بريدونه او د هيواد په کچه نا امنۍ د معارف په سکټور جدي او منفي اغيزه اچولې، د 2009 کال په سر کې 670 ښوونځي په ټول افغانستان کې بند شوي چې اتيا سلنه ښوونځي يواځې په سوهيلي ولايتونو کې تړل شويدي . کاکړ وايي چې، د پوهنې وزارت د ستراتيژۍ له مخې د ښوونځيو د خونديتوب او ساتنې لپاره د ښوونځيو د دفاع شوراګانې رامنځ ته شويدي.

کاکړ زياتوي چې، په ځينو سيمو کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو په ملاتړ توانيدلي شپيته ښوونځي چې د وسله والو مخالفينو لخوا تړل شوي ؤ د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د پوهنې وزارت د خپور شوي رپوټ په يوې بلې برخې کې راغلي چې د دريو کلونو په لړ کې له زرو څخه ډير شمير بريدونه په ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو باندې تر سره شويدي چې د بريدونو منځنی شمير په هره مياشت کې 33 ته رسيږي او هيڅ يوه اونۍ د پيښو له تر سره کيدو نه تيريږي.

د پوهنې وزارت د مرستيال وزير په وينا په ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو باندې د بريدونو ډيره برخه د وسله والو مخالفينو لخوا تر سره شويدي او د بريدونو يوه برخه د جنايت کوونکو ډلو لخوا هم تر سره کيږي.

انور بری پال

کتونکی: يحيی وردک