1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په طبیعي پیښو کې تر ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي»

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۳ آبان ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې په وینا په تیرو ۹ میاشتو کې په دغه هیواد کې ۲۳۵ طبیعي پیښې رامنځ ته شوي، چې په کې تر ۷۲۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۰۴ تنه ټپیان شوي او ۱۲۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/1DpyD
انځور: DW/K. Omid

د افغانستان د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له ملګرو ملتونو او اړونده مرستندویه هیوادونو څخه غوښتي دي چې په دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي. سږ کال د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ «د پيښو پر وړاندې غښتلتیا ـ زاړه او پیښې» تر نامه لاندې لمانځل کیږي.

۲۰۱۴م کال سربېره پر دې چې له امنیتي پلوه افغانانو ته له مرګ ژوبلې ډک کال بلل کیږي، په کې طبیعي پیښې هم ډير زیاتې وې. د افغانستان د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له داخلي او بهرنیو همکارانو سره د چهارشنبې په ورځ د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې د ورځې د لمانځنې په مراسمو کې ۲۰۱۴ کال له پيښو ډک وباله.

د بدخشان په ارگو ولسوالۍ کې ځمکې ښویدنې درنه مرگ ژوبله رامنځ ته کړه
د بدخشان په ارگو ولسوالۍ کې ځمکې ښویدنې درنه مرگ ژوبله رامنځ ته کړهانځور: Fardin Waezi/UNAMA

دغې غونډې ته د ملي یوالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، هم ورغلي وو. هغه په خپلو څرگندونو کې وویل چې افغانستان د زلزله ځپلو هیوادونو په ردیف کې دولسم د وچکالۍ څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې ۲۲ په سېلاب ځپلو کې څلورویشتم په ځمکه ښویدنه کې دیرشم او په تېزو بادونو کې اتیایم ځای لري.

د عبدالله عبدالله، د څرگندونو له مخې په راتلونکي کال کې به هم افغانستان له طبیعي پيښو خالي نه وي. د هغه په وینا له هغې سره د مبارزې له پاره باید لازم چمتووالی موجود وي: «دلته زموږ نړیوال ملګري هم شته. یوازې د بشر دوستانه لومړنيو مرستو لکه د څښاک پاکې اوبه، خوراکي توکي او ورته نورو مرستو له پاره ۴۰۵ میلیونه ډالر اټکل شوي چې افغانستان ورته اړتیا لري.»

ښاغلي عبدالله له نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو څخه په ځانگړې توگه د وچکالۍ پر ضد مبارزه کې د مرستې غوښتنه وکړه. هغه وویل چې افغانستان د اوبو له لحاظه شتمن دی، خو د خپلو اوبو د استفادی له پاره امکانات نه لري.

د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوی زیان
د زلزلې په پایله کې رامنځ ته شوی زیانانځور: DW

ورته مهال د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ د طبیعي پيښو له امله د رامنځ ته شویو زیانونو په هکله وویل: «۷۲۸ تنه د طبیعي پیښو له کبله شهیدان شوي دي چې زیاترو یې د سیلابونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی. ۱۰۴ تنه ټپیان شوي دي، ۱۲۷۲۰ کورونه په بشپړه توګه او ۵۳۴۱ کورونو ته لږ زیان اوښتي دی.»

هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې پر دې سربیره تر ۲۴۰۰ ډېر حیوانات په دغو پیښو کې مړه شوي دي. کاکړ په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې ۴۳ زره ۳۳۳ هکتاره ځمکه ویجاړه شوې ده او په وینا یې په تیرو نهو میاشتو کې مجموعا ۲۳۵ بیلابیلې طبیعي پیښې رامنځ ته شوې دي.

په دغو پيښو کې ۱۳۵ ځله د سيلابونو، همداشان سخت اورښتونه، واوره او د ځمکې ښویدنې پیښې شاملي دي. خو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښوېدنې له کبله رامنځ ته شوه چې په کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سږ کال سیلابونو هم ډیری خلک بې کوره کړل
سږ کال سیلابونو هم ډیری خلک بې کوره کړلانځور: DW/Safi

د افغانستان د طبیعي پيښو په اړه په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ د دفتر استازي سندي ساک، په خپلو څرگندونو کې وویل چې په روان کال کې شا او خوا ۱۲۰ زره کسانو ته مرستې رسیدلې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې د طبیعي پيښو پر وړاندې د چمتوالي په هکله وویل: «موږ ژمن یو چې له ټولنو سره مرسته وکړو تر څو د طبیعي پیښو د مخنیوي له پاره چمتوالی، پلان او چارې سمبال شي.»