1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې څرنگه سوله راتلای شي؟

مسعود جهش (حسین سیرت)۱۳۹۳ آذر ۲۰, پنجشنبه

له افغانستان څخه د بهرنیو جنگي ځواکونو د بشپړ وتلو نیټې له رانزدې کیدو سره د افغانستان د ملي یووالي حکومت چارواکي غواړي د چین، عربستان او ترکیې په څیر هیوادونو پام د افغانستان د سولې بهیر ته راواړوي.

https://p.dw.com/p/1E2eN
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

دا په داسې حال کې ده چې څیړونکي وايي چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د پخواني حکومت له خوا تعقیبیدونکو لارو چارو کومه پایله نه ده لرلې او په وینا یې نوی حکومت باید په دې برخه کې نوي سیاستونه تعقیب کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، هڅه وکړه چې د لویې جرگې د جوړولو، د سولې عالي شورا رامنځ ته کولو او له پاکستان سره د خبرو اترو له پاره په افغانستان کې د سولې له پاره لاره هواره کړي. خو د سیاسي چارو کارپوه شاه حسین مرتضوي، وایي چې دغو هلو ځلو کومه پایله نه ده لرلې: «ښه به دا وي چې موږ په خپله په افغانستان کې خپلې وړتیاوې دومره لوړې کړو چې پاکستان جرأت ونه کړي چې د طالبانو لښکرې افغانستان ته واستوي.»

افغان حکومت او یو شمیر کارپوهان پر پاکستان باندې تور لگوي چې د طالبانو ملاتړ کوي ترڅو په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ مخه ونیسي او د سولې په بهیر کې امتیازات ترلاسه کړي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي او پر کابل باندې له پاکستاني طالبانو څخه د ملاتړ تورونه لگوي.

د سولې د عالي شورا تجربه

پخواني افغان حکومت په ۱۳۸۹ کال کې د سولې لویه جرگه راوبلله. دغې جرگې د حکومت د سولې پر پروگرام باندې ټینگار وکړ او د سولې د عالي شورا د جوړیدو غوښتنه یې وکړه.

دغې شورا له افغان حکومت سره د طالبانو د یوځای کیدو په موخه ډیر پروگرامونه پر لاره واچول. د دې شورا لوړپوړي غړي څو وارې پاکستان ته ولاړل ترڅو د سولې په بهیر کې د دغه هیواد د چارواکو ملاتړ ترلاسه کړي.

په افغانستان کې هم دغې شورا د افغانستان په ناامنو سیمو کې د بیارغونې پروژې پر لاره واچولې ترڅو د افغان دولت وسله وال مخالفین له جگړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

خو دغو ټولو هڅو د پام وړ پایلې نه لرلې. د سولې د عالي شورا چارواکي وایي چې د افغانستان جگړه دومره پیچلې ده چې د څو ناستو له لارې نه شي حلیدای. د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزي، په روانه اوونۍ کې د «سولې او ښځو» تر نامه لاندې یو غونډې ته په وینا کې وویل: «ډیر وخت او څو وارې دغه خبرې اترې ناکامیږي. دا تصور مه لرئ چې ستونزه دې له دوو ناستو او څو اړیکو سره له منځه ولاړه شی.»

د ستانکزي په خبره په افغانستان کې هغه وخت جگړه پای ته رسیدای شي چې ټول اړخونه پر دې خبره پوه شي چې د جگړې له لارې کومې نتیجې ته نه رسیږي. ستانکزي په دې برخه کې د سیمه ییز باور رامنځ ته کیدل هم ډیر اړین وبلل.

له بلې خوا په نړۍ او سیمه کې د اسلامي دولت، د ازبکستان اسلامي غورځنگ او د التحریر حزب په څیر افراطي ډلو پر مختگ په افغانستان کې هم د امنیتي وضعیت په اړه هم په داسې حال کې اندیښنې ډیرې کړې دي چې د پلان له مخې به د روان کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي.