1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ۲۷ کان کیندونکي وژل شوي دي

سید ریاض (فرانس پرس)۱۳۹۲ شهریور ۲۴, یکشنبه

د افغانستان په شمال کې د ډبرو د سکرو د یوه کان د رالویدو په پایله کې ۲۷ تنه کان کیندونکي وژل شوي دي. د افغان چارواکو د وینا له مخې د نورو ۱۲ تنو د ژغورلو له پاره هڅې روانې دي.

https://p.dw.com/p/19hlV
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه پیښه د سمنګان ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې د شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده. د چارواکو د وینا له مخې دغه ځای ته اوس ژغورونکي ډلې استول شوي او له کان څخه د وژل شوو کسانو جسدونه راایستل شوي دي.

د سمنګان ولایت د والي ویاند محمد صدیق عزیزي د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «۲۷ تنه کان کیندونکي چې د روي دو آب، ولسوالۍ د ځمکې د لاندې د ابخورک د ډبرو د سکرو په کان کې یې کار کاوه وژل شوي دي.»

عزیزي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «دغو کسانو د ډبرو سکرو په یوه کان کې کار کاوه چې د دغه کان یوه برخه پر هغوی باندې راولویده. د پیښې په اړه زموږ پلټنې روانې دي.» د عزیزي په وینا د کان د رالویدو په ترڅ کې نور ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي.

د سمنګان ولایت د امنیې قوماندان مرستیال مصدق الله مظفري، ویلي دي چې د ژغورونکې ډلې څلور تنه کارکوونکي سخت ټپیان شوي دي او لا هم ۱۲ تنه د ځمکې لاندې په دغه کان کې بند پاتې دي.

د افغانستان په کانونو کې د کار کولو مېتودونه ډیر خطرناک او پخوانی دی، ځکه چې کان کیندونکي په زړو وسایلو کار کوي او د هوا د تصفیې او د کان کیندونکي د خوندي ساتلو له پاره امکانات ډیر محدود دي.

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۶م کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ۸۰مې لسیزې د ارقامو پر بنسټ په افغانستان د کانونو په اړه یوه هوایی سروې تر سره کړه. داسې شواهد وموندل شول چې په افغانستان کې د پرتو طبعي زیرمو ارزښت تر یو «تریلیون» امریکایي ډالره پورې رسیږي.

افغان حکومت د کانونو استخراج ته د عاید د یوې ښې سرچیني په سترګه ګوري. د افغانستان د کانونو نوی قانون چې په نزدې راتلونکې کې یې د تصویبدو اټکل کیږي، د دغو زیرمو د ایستلو او پانګونې له پاره قانوني لاره اواروي. خو دغه قانون د اړوندو وزارتونو ترمنځ د شخړه ییزو بحثونو له امله لا تر اوسه د پارلمان له خوا تصویب شوی نه دی.

کورنۍ جګړې کی د افغانستان د بیا ډوبیدو او افراطیت د مخنیوي له پاره په دغه هیواد کی اقتصادي ودې ته د یوی مهمې وسیلې په توګه کتل کیږي. افغانستان په اوسني وخت کې ډیره تکیه په بهرنیو مرستو کوي. خو داسې انديښنې هم شته چې له افغانستان څخه د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به پیسې او مرستې کمې شي او پانګوال به د امنیتي ستونزو له کبله له افغانستان څخه ووځي.

تیر کال په توکیو کې د مرستندویو هیوادونو په کنفرانس کې ژمنه وشوه چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له افغاستان سره د میلیاردونو ډالرو مرسته وشي، خو په دې شرط چې افغان حکومت په اړینو اداري اصلاحاتو لاس پورې کړي او د فساد پر ضد ټینګ ګامونه واخلي.