1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکایي سرتیري پاتې کیږي

آژانسونه/ س.ر.۱۳۹۵ تیر ۱۷, پنجشنبه

ولسمشر اوباما د کال تر پای پورې په افغانستان کې د خپل هیواد د ځواکونو شمیر کابو نیمایي ته د راکمولو پلان ورو کړی او ویلي یې دي چې د راتلونکي کال تر پېله به ۸۴۰۰ امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

https://p.dw.com/p/1JKyk
US-Soldaten in Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/N. Shirzada

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په افغانستان کې متزلزل امنیتي وضعیت او د طالبانو له لوري د ځینو سیمو لاندې کول د دې سبب شول چې اوباما خپل پخوانی پلان غاړې ته کړي.

د دغه پلان له مخې د ۲۰۱۶م کال تر پای پورې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر له ۹۸۰۰ تنو څخه ۵۵۰۰ راټیتیده. په داسې حال کې چې ولسمشر اوباما په دې موده کې یوازې ۱۴۰۰ تنه امریکایي سرتیري له افغانستان څخه ایستلي دي، هغه بیا هم د جمهوري غوښتونکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

USA Präsident Barack Obama - Statement nach Entscheidung des Supreme Courts
ولسمشر اوباما ویلي چې د امریکا راتلونکی ولسمشر به په افغانستان د امریکایي سرتیرو په اړه پریکړه وکړي.انځور: Reuters/C. Barria

رپوټ زیاتوي چې اوباما په ۲۰۰۹م کال کې د خپلې دندې د پیلولو پر مهال په عراق او افغانستان کې د امریکا د جگړې د ختمولو ژمنه کړې وه. خو هغه دې ته اړ شو چې بیرته عراق ته خپل ځواکونه واستوي او په افغانستان کې ۱۴ کاله وروسته هم امریکايي ځواکونه حضور ولري.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې چې د دفاع وزیر آشتون کارتر او جنرال دانفورد ورسره وو، وویل: «زموږ ځواکونه ته ځانگړی شوی باریک ماموریت به تغیر و نه کړي. هغوی به د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د ترهگرو پر تعقیبولو باندې خپل تمرکز ته دوام ورکړي.»

اوباما چې د ولسمشرۍ دوره یې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۲۰ نېټه پاې ته رسیږي وویل چې د هغه ځای ناستی به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په هکله پریکړه وکړي.

اوباما دې ته اشاره وکړه چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنگي ماموریت پای ته ورساوه. خو د رویټرز د رپوټ له مخې هغه تیر کال دوه وارې په افغانستان کې د باقي پاتې امریکايي ځواکونو د راایستلو پروسه کراره کړه او اوس یې دغه کار خپل راتلونکي ځای ناستي ته پریښود.

د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ له مخې طالبانو تر ۲۰۰۱م کال وروسته اوسمهال تر هر بل وخت ډیرې سیمې نیولي دي. همداشان داعش هم په افغانستان کې یو څه حضور لري.

اوباما دغه څرگندونې په وارسا کې د ناټو د غونډې تر مخه کړي دي. په پولنډ کې د جمعې او شنبې په ورځ په تر سره کیدونکي دغه غونډه کې اټکل کیږي چې د ناټو متحدین به د افغان حکومت ملاتړ تائید کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوباما د پریکړې هر کلی کړی دی. د جمهوري ریاست په انټرنیټ پاڼه کې په خپرې شوې مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي دي: «محمد اشرف غني د نړیوال اعتمادي شریکباڼي په توگه له ترهگرۍ سره د مبارزې، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تخنیکي او امنیتي همکاریو په برخو کې د امریکایي سرتیرو رول مهم بولي.»