1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغاني زندانو کي ربړوني دوام لري

۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17O1g

د ملگرو ملتو د څرگندونو له مخې د افغانستان په زندانو کې اوس هم د بندیانو د ربړونې پیښې په پراخه کچه موجودې دي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د یوناما ادارې د یکشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې په دې اړه «معتبر او د اعتماد وړ» ثبوتونه موجود دي. دغه نظرپوښتنه د ۲۰۱۱کال د اکتوبر د میاشتې څخه د ۲۰۱۲کال د اکتوبر تر میاشتي پوري تر سره شوې ده. زیاته شوې ده چې د ۸۹ بیلا بیلو زندانانو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او ملي امنیت له خوا کنترولیږي، ۶۳۵ تنه بندیان پوښتل شوي دي، چې د دغه کسانو د نیمايي څخه زیات د ربړونو او شکنجو سره مخامخ شوي دي. زیاته شوې ده چې د شکنجو په دغه ډولونو کې د اوسپنې او لرگو په میلو وهل، برقي ټکانونه، جنسي تيري، د نوکانو ایستل او د اعدام تهدید هم شامل دی. ویل شوي چې په دې کی د هغه بندیانو په اړه راپور هم شامل دی چې د ناټو له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي. په دغه راپور کې د ملي امنیت یو تن کار کوونکی چې نوم یې نه دی بربنډ شوی له قوله د استخباراتو له لورې ربړول تائید شوي دي.