1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغان میرمنو کې د ولادي فیستولا ناروغي ستر ګواښ دی»

محمد اسمعيل شاکر۱۳۹۵ خرداد ۱۲, چهارشنبه

د جون په ۳ مه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ولادي فیستولا پر ضد د مبارزې نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. په کابل کي پر دغه موضوع يوه غونډه جوړه سوې وه.

https://p.dw.com/p/1IyMq
Afghanistan Frauen Ärztinnen Hebammen Ausbildung
انځور: picture-alliance / Ton Koene

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دفتر یا UNFPA وایې، چې هر کال په نړۍ کې ۱۰۰ زره میرمنې د ولادي فیستولا پر ناروغی اخته کیږي. ولادي فیستولا هغه ناروغي ده چې په ښځو کې د زیږون پروسې اوږدېدو له امله د زیږیدو کانال له بولی کانال او مقعد سره یو ځای کیږي.

د دې ناروغی له امله ډيری میرمنې تشې بولي او ان مدفوع هم نه شي کنترولی چې له امله یې ښځې او ځوانې نجونې د روغتیايي ستونزو سربیره له ټولنیزو ستونزو سره مخ کیدای شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA رییس ډاکټر باینتس نن چهارشنبې (د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون لومړی نیټه) په کابل کې په دې اړوند جوړې شوې غونډې ته وویل، په افغان میرمنو کې د ولادي فیستولا ناروغي اوس هم ستر ګواښ دی. هغه زياته کړه: «افغانستان اوس د هغو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې د فیستولا ناروغي پکې ډيره ده»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکې وایې، په دغه هېواد کې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې ددې ناروغی درملنې ته پاملرنه پيل شوې. د دغه وزارت د امیندواری روغتیا ریاست سرپرستې ډاکټر زلیخا انوري وویل: « په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په لومړي ځل د ملالی په زیږنتون کې د ولادي فیستولا ناروغی مرکز پرانیستل شو، په داسې حال کې چې تردې وړاندې کلونو کې په هېواد کې د فیستولا ناروغی ته د یوې ټولنیزي او روغتیایي سرتاسري ستونزې په توګه نه کتل کېدل.»

يوازنی علاج جراحي

اوسمهال یواځې د پلازمینې کابل په دوو روغتونونو یعني ملالی زیږنتون او کیور روغتون کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPAدفتر په مرسته ددې ناروغی درملنه کیږي. په ملالۍ زیږنتون کې هرکال د ۱۵۰ پر ولادي فیستولا اخته میرمنو جراحي عملیات ترسره کیږي.

خو د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټر یلدا عروج په افغانستان کې د ولادي فستولا پرضد د عامې روغتیا وزارت اوسنی هڅې کافي نه بولي. آغلې عروج دوچه ویله آلمان غږ راډیو ته وویل: «په افغان میرمنو کې دا ناروغي ترهغه بریده ده چې د درملنې شته مرکزونه ورته بسنه نه کوي.» دا ناروغي یواځې د جراحي عملیاتو په واسطه د درملنې وړ ده.

د UNFPA دفتر مشر وویل دوی د افغانستان په نورو ولایتونو کې د ولادي فیستولا ناروغی پرضد کمپاین کوي او پردې ناروغی اخته کسان کابل ته راغواړي. زياته سوه: «مونږ په ولایتونو کې دې ته کمپاین کوو چې پر ولادي فستولا اخته ناروغان کابل ته راشي، مونږ د ناروغانو او پایوزانو د سفر او دلته د هستوګنې لګښتونه هم ورته برابروو.»

دغه راز، په پام کې ده چې ډیر ژر په هرات ولایت کې د ولادی فیستولا ناروغی د جراحی مرکز پرانیستل شي او په راتلونکو کلونو کې په بلخ، ننګرهار او کندهار کې هم ورته مرکزونه پرانیستل کیږي.

عوامل

له اتلس کلنۍ په کم عمر کې ودونه، نامناسبه خواړه، د نامسلکي کسانو لخوا په کور کې زیږون، امیندواری پرمهال روغتیا ته لږه او یا هم نه پاملرنه هغه ستر لاملونه دي چې په ښځو او ځوانو نجونو کې د ولادي فیستولا ناروغی سبب ګرځي.

اوسمهال په افغانستان کې یواځې ۵۱ سلنه میرمنې د مسلکي قابله ګانو تر څارنې لاندې ولادت کوي.