1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الجزاير کي تروريستانو د نورو بريدونو گواښ کړی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17O1f

په الجزایر کې د گازو په کمپنۍ کې د برمته نیووني تر پیښې وروسته تروريستانو د نورو بریدونو د تر سره کولو اعلان کړی دی. د ال ملاتمین په نوم ډلې ویلي دي، ټول هغه هیوادونه چې د مالي هیواد په شمال کې د ياغيانو پر ضد «په صلیبي جگړو» کې برخه اخلي د هغوی پر وړاندي به بریدونه تر سره کړي. پر دې سربیره په دغه وینا کې له ټولو هغو مسلمانانو څخه د خپلو ځانونو د ژغورولو په موخه غوښتل شوي دي چې له هغو تاسیساتو څخه دې ځانونه لیرې وساتي چې د بهرنيو شرکتو له لورې پر مخ بیول کیږي. د رپوټونو په حواله د الجزایر د این امیناس د گازو په کمپنۍ کې د نورو پنځویشتو تنو جسدونه موندل شوي دي. دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه جسدونه د برمته شوو کسانو دي او که یا د یرغمل نیونکو. پر دې سره د وژل شوو قربانیانو شمیر۸۱ تنو ته لوړ شوی دی. لا تر اوسه هم د۲۰ تنو بهرنیو اتباعو برخ لیک نه دی معلوم. د الجزایر ځانگړو ځواکونو پر دغه کمپنيو د شنبې په ورځ هجوم وروړ او یوولس تنه یرغمل نیونکي یې ووژل.