1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الماني ښونځیو کي د مهاجرو له کوچنیانو سره مخالفت

۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

په هغو الماني ښوونځيو کي چي ډیری زده کوونکي یې مهاجر دي، اکثریت جرمنيان ورته د شک په سترگه گوري، خو دلته اوسیدونکي ترکان یې هم مخالفت کوي.

https://p.dw.com/p/1IdD6
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د یوې تازه نظرپوښتني پراساس شاوخوا ۵۱ فیصده جرمنيان او له نورو هیوادونو څخه راغلي په خټه جرمنيانو، دې پوښتنې ته مثبت جواب ورکړی دی:«په هغو ښوونځيو کي چي اکثریت یې د مهاجرو کوچنیان وي، ټوله کوچنیان لږ درسونه زده کوي.»

په جرمني کي داوسیدونکو ترکانو حتی ۵۵،۵ سلنه له دغي جملې سره موافقه ښوولې ده او۱۶،۵ سلنه یې ویلي دي چي په هیڅ صورت به په دغسي ښوونځيو کي خپل کوچنیان شامل نه کړي. خو د نوموړي نظرپوښتني له مخي له نورو هیوادونو څخه راغلي مهاجر له دغه ډول ښونځیو سره چنداني ستونزي نه لري.

په همدې حال کي د جرمني ستري محکمې د مختلفو مذهبونو او کلتورونو د زده کوونکو له پاره استثنايي مقررات رد کړي دي او هیڅوک نه سي کولای له ورزش او یا دیني درسي ساعتونو څخه معاف سي.