1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الماني ښوونځيو کي د ډزو تهدیدونه

۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبه

د يوې څېړني له مخي د ۴ کلونو په اوږدو کي د المان په ښوونځيو کي د ۲۰۱۶ ځلي څخه زیات د ډزو گواښونه سوي دي. په ۲۰۰۹م کال کې د المان په بادن ويورتمبېرگ ايالت کي يوه زده کوونکي په خپل ښوونځي کي گڼ شمیر انسانان په ډزو ووژل.

https://p.dw.com/p/15cnE
انځور: picture alliance/dpa

دا چي د المان په ښوونځيو کي د ډزو د تهدیدونو پر ضد څنگه چلن کيږي، په دې پوري اړه لري چي دغه ښونځی په کوم ايالت کي دئ. د المان په فدرالي دولت کي ۱۶ فدرالي ايالتونه دي چي هر ايالت په دې اړه بیله پاليسي لري. په دې ترڅ کي د المان بادن ويورتمبېرگ ايالت د شاگردانو د ملاتړ او مرستندويانو د شمیر د زياتولو پر پاليسۍ ټينگار کوي.

په دغه ايالت کي د هغو اروا پوهانو شمیر به دوه وارې زيات کړل سي چي په ښوونځيو کي د زده کوونکو سره مرسته کوي. د يادولو وړ ده چي په همدغه ايالت کي د ۲۰۰۹م کال د مارچ په مياشت کي يوه ۱۷ کلن زده کوونکي په خپل ښوونځي کي ډزي وکړې او ۱۵ انسانان ئې ووژل. دغه هلک وروسته خپل ځان هم وواژه.

د المان په ځیني ايالتونو کي بيا پر داسي پروژو کار کيږي چي پکښي ښوونکو ته د تاوتريخوالي ضد او د هغې د مخنيوي له پاره کورسونه په لار اچول کیږي. د ښوونځيو دغه اضافي لگښتونه د ايالتونو د ښووني او روزني وزارتونه پر غاړه اخلي. د احصائيو له مخي په الماني ښوونځيو کي هغه کورسونه او سيمينارونه ډیر مثبت ارزول سوي دي، چي موخه ئې په ښوونځيو کي د شاگردانو تر منځ د زورولو مخه نيول ده.

د المان برلين او تيورينگن بيا هغه ايالتونه دي چي د تاوتريخوالي د رامنځ ته کیدو څخه تر مخه د هغې د مخنیوي له پاره د شاگردانو میندو او پلرونو ته کورسونه ورکوي. په دغو کورسونو کي مور او پلار او په همدې ډول ښوونکو ته هغه امکانات ور ښوول کيږي که چیرې د دې گواښ موجود وي چي يو شاگرد په تاوتریخوالي لاس پوري کړي او يا هم په ښوونځي کي د ډزو کولو گواښ وکړي، نو بايد څه وسي.

د دې تر څنگ په دې هکله هم د کورسونو گډونوالو ته زده کړې ورکول کيږي چي د تاوتريخوالي يا د وسله والې پيښي د رامنځ ته کیدو تر مخه کومي نخښي نښانې رامنځ ته کېدلای سي.

کله چي د المان د ایرفورت، اېمسدیتن او وينندن ښارونو په ښوونځيو کي د شاگرادنو له خوا د وژنو پيښي رامنځ ته سوې نو په المان کي يو شمیر سياستوالو دا غوښتنه وکړه چي د ښوونځيو امنيت دي ټينگ کړای سي.

داسي وړانديزونه هم وسول چي د ښوونځيو د باندي دي هر شاگرد تلاښي کيږي او يا دي هم د هوايي ډگرونو په څیر تر سیکنرانو تېرول کيږي. خو گڼ شمیر ښوونکي اوس هم په دې نظر دي چي ښوونځی بايد په داسي یوه ځای بدل نه سي چيري چي امنيتي تدابير د ويري تر پولي زیات وي. دغه ښوونکي وايي چي اوس هم تر ټولو غوره لار د شاگردانو، میندو او پلرونو او د ښوونکو پوهاوی او تربيه ده.

په رښتيا هم په تيرو کلنو کي په ښوونځيو کي د ډزو کولو د تهدیدونو شمیر راټيټ سوی دئ، ولي چي د اړونده اړخونو د پوهاوي له پاره کار سوی دئ.

دیک ولفگانگ / احمد ولي اچکزی
کتونکی: سید ریاض