1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي اتومات کورونه جوړيږي

۱۳۹۰ خرداد ۱۱, چهارشنبه

په نړۍ کي د انرژۍ د کموالي له کبله انجينران اوس په دې لټه کي دي چي داسي کورونه جوړ کي چي ډيره لږ انرژي مصرف کړي.

https://p.dw.com/p/11SQ5
د اتومات کورونو نمونه
د اتومات کورونو نمونهانځور: IBA Hamburg/HHS

نړۍ د سون موادو او انرژۍ د کموالي سره مخامخ ده، په داسي حال کي د تيلو نرخونه هم ورځ په ورځ لوړيږي، په راتلونکي کلونو کي به دا د تعميراتي صنعت لپاره يو لوي چلينج وي.

لوی تعميرات او کورونه ډيره زياته انرژي غواړي او ددې يوه وجه دا هم ده چي د نن څخه 20 کاله دمخه هيڅ يو ساختماني شرکت داسي فکر نه کاوه چي د ده د کور څخه په څومره اندازه کاربن ډای اکسايډ هوا ته خارجيږي، چي دا کار د هوا د ګرميدو عامل هم کيږي.

همداعلت دی چي د کورونو په ديوالونو کي د داسي موادو کموالي چي دباندي ته د تودوخي د وتو مخ نيوی وکړي، او همداراز د هوا د يخوالي ماشين ( ايرکنډيشن) د لاسه هم په لويه اندازه انرژي ضايع کيږي.

د دغه حالت بدلول اوس اړين سوي دي او نن سبا د هر کور هوښيار خاوند پردې فکر کوي چي څنګه کولا سي د انرژۍ په برخه کي لږ مصرف وکړي.

د سون موادو د قيمتونو د لوړيدو له امله ښايي چي دا کار نور هم د خلکو د توجي وړ وګرځي. خو ساختماني انجيران، کارپوهان او د ښارونو د جوړولو ادارو ته د تجربو يو لوي ميدان په مخ کي پروت دي.

اوس په المان کي داسي پروژه پيل سوې چي له مخه يې په يو کور کي ټول کارونه اتومات تر سره سي او ډيره لږ انرژي مصرف سي.

نندارې ته وړاندي سوی يو کور
نندارې ته وړاندي سوی يو کورانځور: IBA Hamburg/Architekturbüro Martin Hecht

په دغه کور کي ځای پر ځای داسي حساسه آلې لګول شوي دي چي د تودوخي درجه او کور ته راتلونکي رڼا محسوسه کړي. په کور کي په اتومات ډول کړکۍ او پردې تړل کيږي او خلاصيږي.

د کور بريښنا، ګرمي اوبه او د کورد تودولو لپاره په مکمله توګه د طبعي منابعو څخه ګټه اخيستل کيږي. نو په دي لحاظه د دغه کور اوسيدونکو ته د انرژي د نرخونو د لوړيدو په اړه فکر کولو ته کوم ضرورت نشته.

په 2013 م کال کي د المان په هامبورګ ښار کي نړيوال تعميراتي نندارتون تر سره کيږي. د دغه نندارتون ټول تعمير داسي جوړ شوي دي چي هغه د خپل ضرورت وړ ټوله انرژي خپله پوره کوي. دغه اتومات سيستم د موسم سره سم، کله د اوبو او کله د لمر څخه بريښنا او انرژي لاس ته راوړي.

د دغه نندارتون د جوړونکي په آند، ډيری څيړنيزي ادارې د نوي ساختماني موادو، چي په اوړي او ژمي کي معتدله هوا برابره کړي د جوړولو په څيړنو بوخت دي.

دويچه ويله/ سيد رياض

کتونکي:نجيب الله زيارمل