1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي افغان پناه غوښتونکي ډير سوي دي

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه

د تيرکال راهيسي د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کې د پناه غوښتونکو شمير لوړ شوی دئ. په ۲۰۱۱کال کي د اروپايي اتحاديې په ۲۷غړو هيوادونو کي ۳۰۱۰۰۰ تنو د پناه غوښتنليکونه ورکړي دي چي په دې کي ډيری ئې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/14TMi
انځور: picture-alliance/dpa

دغه موضوع د تيري جمعې په ورځ په لوکسامبورگ کي د اروپايي اتحاديي د احصائيې دفتر را پورته کړې ده. په دې احصائيه کي راغلي دي چي ددې پناه غوښتونکو ۹ فيصده ئې افغانان دي.

په راپور کي راغلي دي چي دغه راز له روسيې، عراق، پاکستان او صربستان هيوادونو څخه دي چي د پناه غوښتنلیکونه ئې وړاندي کړي دي.

د اروپايي ټولني د احصائيې دفتر د راپور پر اساس د دغو کسانو ۹۰ سلنه ئې د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتني غوښتنليکونه وړاندي کړي دي.

په اروپا کي فرانسې او جرمني ته ډيرو کډوالو مخه کړې ده، په جرمني کي ۵۰۳۰۰ کسانو د پناه غوښتنلیکونه ورکړي او په فرانسه کي بيا په ۲۰۱۱ کال کي ۵۶۳۰۰ کسانو د پناه غوښتنليکونه ورکړي دي.

تر جرمني وروسته د ايټاليا هيواد دئ چي ۳۴۰۰۰کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د المان د بهرنيو چارو وزارت په برلين کي اعلان کړی دئ چي د ۲۰۱۱کال د جنورۍ د مياشتي تر نوامبره پوري د مهاجرينو چارو دفتر ته ۴۱۴۹۱ کسانو د پناه غوښتنليکونه ورکړي دئ.

په المان کي د ۲۰۱۰ کال په پرتله د کډوالو په شمېر کي ۴۰۰۰ کسه زياتوالی راغلی دئ.

په ۲۰۱۱ کال کي ۷۲۹۹ تنو افغانانو ۵۴۴۱ عراقيانو ۳۰۳۰ سوريايانو۲۴۱۷ تنو پاکستانيانو ۲۱۴۵ روسانو په جرمني کي د پناه اخيستلو غوښتنليکونه ورکړي دي.

د مالتا، لوکسامبورګ، سويډن، بلژيم او قبرس په شان کوچنيو هيوادونو د نفوس کموالی ته په کتلو سره په ۲۰۱۱ کال کي د پناه غوښتونکو لوړه شميره درلودله. د يادوني وړ ده چې د اروپايي اتحاديې په ۲۷غړو هيوادونو کي د پناه غوښتونکو له ۲۳۷۴۰۰ غوښتنليکونو څخه ۷۵ سلنه کسانو ته په لومړي پړاو کي منفي ځواب ورکړل شوی دئ.

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل