1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د سلافیانو له خوا د زورزیاتیو د رامنځته کېدو اندېښنه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14rWt

د جرمني د بن په ښار کي د پولیسو سره د سلافیانو د اسلامي ډلي تر نښتو وروسته، په کولن کي هم پولیسو ته د زورزیاتیو د پیښو د رامنځته کېدو خبر ورکړل سوی دئ. په دغه سه شنبه به هلته هم د نورد راین ویستفالن ایالت په پلوي ښي اړخه افراطي ګوند یو لاریون وکړي. لکه څنګه چي د دغه ایالت داخله وزارت خبر ورکړی دئ، چارواکو له همدې کبله د څه د پاسه ۱۰۰ تنو افراطي اسلامیستانو د ګډون څخه مخنیوی کړی دئ چي د کولن ښار ته دي ور ننوزي. همدارنګه دغو ښي اړخو ته به دا اجازه هم ورنه کړل سي چي مسجدو ته نژدې لاریونونه وکړي او یا دي هم اسلامي کاریکاتورونه ښکاره کړي.