1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د ولسمشرۍ د کانديد لپاره لټون دوام لري

۱۳۹۰ بهمن ۳۰, یکشنبه
https://p.dw.com/p/145a1

د آلمان لومړۍ وزيره انگېلا ميرکل به د يکشنبې په ورځ هم د سياسي گوندونو له استازو سره ليدني کتني وکړي. د دغو ليدنو کتنو موخه د آلمان د ولسمشرۍ له پاره د نوي کانديد لټون دئ.

د آلمان پخوانی ولسمشر کريستيان وولف د جمعې په ورځ له خپلي دندي څخه استعفا وکړه. لومړۍ وزيري انگېلا ميرکل د ولسمشر د استعفا تر اعلان نيم ساعت وروسته وويل چي غواړي د ولسمشرۍ له پاره د نوي کانديد په تلاښ کي له دوو سترو مخالفو گوندونو سوسيال ديموکراټ او زرغون گوند سره هم مشورې وکړي.

داسي اټکل کيږي چي ميرکل به د يکشنبې په ورځ د خپل ايتلافي حکومت د گوندونو د استازو تر څنگ د مخالفو گوندونو له استازو سره هم وويني.

د سوسيال ديموکراټ گوند مشر زيگمار گابريل ويلي دي چي که ايتلافي حکومت ورسره د نوي کاندد په هکله جدي خبري ونه کړي نو به له زرغون گوند سره په گډه د ولسمشرۍ له پاره خپل کانديد ودروي.