1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي په لومړي ځل بهرنيانو ته مډالونه ورکړل سوه

۱۳۸۹ آذر ۱۱, پنجشنبه

د آلمان د حکومت لخوا ټولني ته د ورګډيدو لپاره ګومارل سوي استازي، د بهرنيو چارو سلاکاري وزيري ماريا بوهمر د چارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د آلمان په صدارت کي ټولني ته د ورګډيدو يا انتيګريشن مډالونه ورکړل.

https://p.dw.com/p/QO6P
انځور: dpa

دغه مډالونه هغو کسانو ته ورکړل شول چي د شخصي فعاليتونو له لاري يي په ځانګړي ډول انټيګريشن ته خدمت کړی دی. مهيم معيار ددې لپاره دا وو چي يو نمونه کار د نورو لپاره په دي لاره کي شوي وي.

د مډال يو ګټونکی د کرهڼي کارپوه او څېړونکي تورکی تورګوت التوګ دی. ده د لومړي ځل لپاره د برلين په کرويڅ بيرګ کي د ترکيې- آلمان د چاپيريال ساتني مرکز جوړ کړی چي 2009 کال راپديخوا د برلين د ښار هغه اوسيدونکي چي بهرنيان دي، د چاپيريال او طبيعيت ساتني له بنسټونو سره آشنا سي.

التوګ د ډيري مودې راهيسي د يو داسي مرکز سره مينه درلوده. خو مالي پانګه يې له اوږدي مودې بېکارۍ وروسته ممکنه شوه.

د تورګوت التوګ ستره هيله دا ده چي د طبيعيت او چاپيريال سره په يوه کرښه کي ژوند وکړي او د ژوند بنسټ لاسته راوړي. د دي لپاره دی هره ورځ کارکوي. او دی هيله لري چي په راتلونکي کي د داسي يو کار لپاره نور مينه وال هم ومومي.

زابينا/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل