1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: د بې پیلوټه جنگي الوتکو په اړه بحثونه

۱۳۹۱ مهر ۷, جمعه

له بې پیلوته جنګي الوتکو څخه کار اخیستل د امریکایي سرتیرو د عملیاتو یوه عادی برخه ده. که څه هم د هغو استعمال یوه شخړه ییزه موضوع ده، خو سره له دې هم د آلمان پوځ غواړي چی خپل سرتیري په دغو الوتکو سمبال کړي.

https://p.dw.com/p/16H8P
انځور: picture-alliance/dpa

دغه الوتکې له لیرې واټن څخه کنترولیږي. اوس متحده ایالات دغه ډول الوتکې په پاکستان او یمن کې د یاغیانو د په نښه کولو له پاره کاروي. امریکا متحده ایالات د بې پیلوته الوتکو پر کارولو باندې ډیر زیات تینګار کوي او وایي چې له دې لارې ئې د القاعدي ډیری غړي وژل دي.

که څه هم امریکا متحده ایالات د بې پیلوته الوتکو د عملیاتو د «دقت» ستاینه کوي، خو تر کومه ځایه چې کله نا کله د دغه ډول الوتکو د بریدونو په پایله کې ولسي کسان هم وژل کیږي.
 
په لندن کې د ژورنالیستانو د اتحادیې د «څیړنیز ژورنالیزم د دفتر» د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۴ کال د جون د میاشتی راهیسې په پاکستان کې د بې پیلوته الوتکو په بریدونو کې د ۲۵۶۲ او ۳۳۲۵ تر منځ په وژل شو کسانو کې ۴۷۴ ئې ولسي وګړي دي. څو ورځې مخکې د ستند فورت او او د نیویارک پوهنتونونو له خوا یوې څپرې شوې څیړنې وویل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې ډیر خلک د امریکا له بې پیلوته الوتکو څخه سخته ډیر ویریږي او ډیری ماشومان له داسې بریدونو څخه د ویرو له امله ښونحیو ته نه ورځي.
 
د آلماني سرتیرو د ښه محافظت لارې چارې

 د المان پوځ هم بې پیلوته الوتکې لري، خو هغوی په وسلو سمبالې نه دي. دغه ډول درې باله الوتکې چې په اسرائیلو کې جوړې شوې دي او د راین میتال نومې شرکت څخه  کرایه شوي دي په افغانستان کې یوازې د کشفي عملیاتو له پاره کارول کیږي. خو د هغوی د کرایې تړون په ۲۰۱۴ کال کې پای ته رسیږي.

په دې هکله چې وروسته له هغه به څه کیږي، همدا اوس بحثونه روان دي. د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، په وار وار سره دا خبره کړې ده چې ډیر ژر به د خپل پوځ له پاره په وسلو سمبال بې پیلوته الوتکې راونیسي.
 
د دفاع وزرات دویچه ویله ته د دې خبری تصدیق وکړ چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه د ۱۶ بې پیلوته الوتکو چې په وسلو سمبال وي رانیول په پام کې نیول شوي دي. د هغه وزارت د وینا له مخې له دغو الوتکو څخه به «د نړیوالو شخړو او کړکیچونو د مخ نیوي» له پاره کار واخیستل شي. د دې پلان له پاره ۱۶۸ میلیونه یورو بودجه په پام کې نیول شوې ده.

د آلمان هوایي ځواک د دفاع وزیر د دې پلان ملاتړ کړی دئ. د آلمان د جنګي الوتکو د کارکونکو د صنفې اتحادیې مشر توماس واسمن، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «هغه کسان چې په بهر کې په عملیاتو کې ګډون لري، د خطر په حالاتو کې له دې لارې په ښه توګه ساتل کیدای شي، ځکه سرتیري کولای شي چې پرتله له دې چې په عملي ډول په نښتو کې ونډه ولري مخالفین په نښه کولای شي.»

د هغه د وینا له مخې په افغانستان کې میشت آلماني سرتیري اوس کولای شي چې د بې پیلوټه الوتکو په مرسته یوازې احتمالي خطرونه کشف کړي.  دا په داسې حال کې ده چې له بې پیلوته جنګي الوتکو څخه کار اخیستل د غیر پوځي کار پوهانو له خوا تر نیوکو لاندې راغلي دي.

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش