1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې د سلفیانو کورنه وپلټل شول

۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبه

الماني امنیتي ځواکونو د سلفي افراطیانو د کورونو د پلټونو له پاره په یو لړ پراخو اقداماتو لاس پورې کړ. دغه پلټنې د المان په اوو ایالتونو کې تر سره شوې دي.

https://p.dw.com/p/15ERW
انځور: dapd

پلټنې په المان کې د سلفیانو له خوا تر وروستیو تبلیغاتو او تاوتریخوالي وروسته تر سره کیږي. د المان د خبري رسنیو په حواله، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د پنج شنبې په سهار د شلیسیویویګ، هولتشتاین، هامبورګ، نیدر زاکسن، برلین، بایرن، نورد راین ویستفالن او هسن په ایالتونو کې د سلفیانو د کورونو په پلټولو پیل وکړ.

په دې پراخو عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰۰ الماني امنیتي ځواکونو برخه درلوده. د دې پلټنو یو هدف هم د سلفيانو د سازمان د فعالیتونو د احتمالي منع کولو په موخه د اسنادو راټولول دي.

د «ریښتینې دین» افراطي شبکه چې مشري ئې ابراهیم ابو ناجي پر غاړه لري هم تر پلټنو لاندې نیول شوې ده. دغو شبکو په وروستیو اونیو کې د المان په ښارونو کې د قرآن شریف د الماني ژباړې له وړیا ویشلو سره د خلکو پام ځان ته راجلب کړ.

د دې تر څنگ له سلفیانو سره تړلي نور سازمانونه هم تر پلټنو لاندې دي. د المان د نارد راین ویستفالن د ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف یگر، ویلي: «موږ د سلفیانو له خوا د تاوتریخوالي له یوه نوي بعد سره لاس او گریوان یو او دا مهمه ده چې د اساسي قانون ټولو دښمنانو ته دا پیغام ورسول شي چې تر اوسه چې هر څه ول، تر دې وروسته امکان نه لري.»

په المان کې افراطي اسلامپال خوځښتونه

په المان کې د سلفیانو ډله د پراخیدونکې افراطي ډلې په توگه پیژندل شوې ده. هغوی د دې له پاره چې افراطي دي د اسلامپاله خطرناکه خوځښت په توگه هم پیژندل کیږي. خو دغه ډله په المان کې د میشتو مسلمانو له يوه ډیر وړوکي اقلیت استازیتوب کوي.

د المان امنیتي ځواکونه په دې هیواد کې د سلفیانو د پلویانو شمیره د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې اټکل کړې ده. داسې اټکل کیږي چې یو شمیر سلفیان له تاوتریخوالي څخه د ډکو اعمالو اجرا کولو ته چمتو وي او یا هم له ترهگرو ډلو سره اړیکه ولري.

سلفیان دیموکراتیک فعالیتونه ردوي او یوازې د خپل ډول خاص اسلام د ټولنې د نظم له پاره غوره بولي.

دویچه ویله/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم