1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې د کار بازار تود دئ

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

په داسې حال کې چې په ډیر شمیر اروپايي هیوادونو کې د پورونو او بیکاري ګړکیچ روان دئ په المان کي د کار بازار تود دئ .

https://p.dw.com/p/14ep2
انځور: picture-alliance/dpa

 په ویسبادن کې د المان د فدرالې ادارې د احصائیو مسئولې ادارې ویلي دي چې په المان کې د تیرې فبروري په میاشت کې ډیر د کار ځایونه رامنځ ته شوي دي. دې ادارې زیاته کړې ده چې په دغه میاشت کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې تر بل هر وخت ډیر بیکاره وگړي په کار گمارل شوي دي.

په ټولیزه توگه د ۲۰۱۲ کال د فبروري د میاشتې په پای کې په هغو شرکتونو کې چې پنځوس او یا له هغه څخه ډیر کارکوونکي لري ۵.۲ میلیونه وگړو کار کاوه چې دا د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳.۴ سلنه ډیروالی ښیي. د المان صنعتي سکتور د روان کال د جنوري میاشتي راهیسي ۱۷۵۰۰ کسانو ته نوې وظیفي ورکړي دي.


د اوسپنو او ماشینونو د جوړولو سکتور تر ټولو مخکې دي

د المان په اقتصاد کې تر ټولو ډیر پرمختگ د ماشینونو او اسپنې شرکتونو کړی دئ. دغو شرکتونو د خپلو کارکوونکو په شمیره کې ۵.۱ سلنه ډیروالی راوستی دئ. په وروستي ځای کې په المان د خوراکي توکو د تولید شرکتونه دي چې د خپلو کارکوونکو په شمیره کې ئې ۱.۸ سلنه ډیر والی راوستی دئ.

په المان کې اوس د ماشینونو او اوسپنې د تولید سکتور تر ټولو ډیر کارکوونکي لري. تر دې وروسته بیا د المان د موټر جوړولو سکتور راځي چې د خپلو کارکوونکو په شمیر کې ډیروالی راغلی دئ.

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کار کرکیچ روان دئ په المان کې یوې ادارې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په دغه هیواد کې د کار حالات د ښه کیدو په حال کې دي. دغه شرکت چې «کریدت ریفورم» نومیږي ویلي دي چې په المان کې متوسط شرکتونه اوس خپل وضعیت ښه او یا هم ډیر ښه بولي.

د کریت ریفورم شرکت زیاته کړې ده چې ۳۸ سلنه متوسطو شرکتونه په کاروبار کې ډیر والی راغلی دي. په المان کې د بې کاره کسانو د شمیر کمیدل به دوام پیدا کړي خو د کریدت ریفورم شرکت ویلي دي چې که څه هم په المان کې د کار بازار تود دئ خو دغه تودوالی د تیر کال په پرتله یو څه کم شوی دئ. دغه شرکت زیاته کړې ده چې همدا راز سږ کال په المان کې په پانگه اچونه کې هم لږ سخت والی راغلی دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل