1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کې پر سوریايي ماشومانو برید

۱۳۹۵ مهر ۱۷, شنبه

د رویترز خبري اژانس په حواله د المان په ختیځ د ډریسډن ښار د زینسټن په سیمه کې سوریايي مهاجرماشومان له زورزیاتي سره مخ شوي دي. پولیس همدا راز وايي چې دې ماشومانو ته د چړې ګواښ شوی وو.

https://p.dw.com/p/2R2ZP
Deutschland Flüchtlingskind
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د المان په ختیځ کې د هلکانو یوې ډلې له یوه سوریايي ماشوم سره زور زیاتی کړی دی. د پولیسو په وینا په چاقو سمبال دغو کسانو سوریايي ماشومان ویرولی دي او د ښی اړخو د ګوند له نفرت څخه ډکې نعرې یې هم وهلي دي.

د رویترز خبري اژانس په حواله د جمعې په ماښام د المان په ختیځ د ډریسډن له ښار څخه کابو ۲۵ کلیومتره لیري د زینټیس په نامه ښارګوټي کې درې سوریايي مهاجر ماشومان وهل شوي. د پیښې په ترڅ کې له ښی اړخو د ګوند پورې تړاو لرونکي شعارونه هم ویل شوي او چړې هم  ښول شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې په دې پیښه کې له مهاجر ماشومانو سره چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم وو، زورزیاتی شوی دی. دغه پیښه هغه مهال شوې چې دغه ماشومان له یو بس څخه کوزیدل. د پولیسو په حواله هغوې د دغې پیښې پلټنه پیل کړې ده.

د زینټس ښار د پولیسو ویاند په عاجله توګه د برید کونکو د هویت په هکله معلومات ورنکړل. د پولیسو د وینا سره سم تراوسه پورې دا معلومه نه ده چې دغه برید کونکي څوک دي.

پولیس همدا راز وايي چې د پیښې په سیمه کې د ۱۵ نه تر ۲۰ کلونو پورې هلکان لیدل شوي دي خو دا معلومه نه ده چې هغوی په دې پیښه کې ښکیل دي او که نه.

د اروپا د مهاجرت په کړکیچ کې یوازې تیر کال کابو ۱.۱ میلیون مهاجر اروپا ته راغلي دي. له همدې امله د المان په ختیځو برخو کې المانیان ویره لري چې د ګڼ شمیر مهاجرینو په راتګ سره به د دوی دود، کلتور او مذهب له ګواښ سره مخ شي.

په اروپا کې د مهاجرینو د کړکیچ له امله په دې هیواد کې د المان لپاره د بدیل ګوند یا Afd چې د مهاجرینو ضد دي، د پلویانو په شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی. د دې ترڅنګ د المان په ختیځو برخو کې د دې هیواد د نورو برخو په پرتله بې کارې هم ډیره ده.

پرورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه(25.09.2016 )