په امريکا کي د آزادۍ مجسمه ۱۳۰ کلنه شوه
د آزادۍ مجسمه د فرانسې له خوا د متحده ايالاتوله پاره ډالۍ وه. دغه مجسمه د نيويارک په بندر کې واقع ده، چې رسمې نوم يې « نړۍ روښانه کوونکې آزادي» ده. دغه مجسمه ۱۳۰ کاله تر مخه د اکتوبر مياشتي په ۲۸ نيټه ښکاره شوه.
د هسکو ودانيو مېرمن
د منهتن سیمه نیویارک کي ده او د آزادۍ مجسمه د شهرت له پلوه د مصر له ثلاثه اهرامونو او د پاريس د ايفل له برج څخه څه کمې نه لري. سره له دې چې د منهتن آسمان څلې يو څه نوي دي په داسي حال کې چې د آزادۍ مجسمه يوه زړه مېرمن ده چې ۱۳۰ کاله پري تير شوي دي.
د آزادۍ سمبول
د آزادۍ مجسمه د نړۍ له مهمو مجسمو شمېرل کيږي. دغه مجسمه نه يوازي له خاصې ښکلا څخه برخه منه ده، بلکې د آزادۍ سمبول هم ګڼل کيږي. دا د فرانسی له خوا نوي امريکا له پاره، له برتانيې څخه د استقلال د حاصلولو د سلمي کليزي په وياړ ډالۍ شوي ده. د فرانسویانو په عقيده د امريکايانو آزادي غوښتونکي ارمانونونو د فرانسې د انقلاب له ارمانونو سره ډير ورته والی درلود.
استاد او اثر يې
د آزادۍ مجمسی جوړونکې فردریک آگوست بارتولدي دی، چې د هغه تصوير د مجسمې په کيڼ اړخ کې د پلټڼې او کنترول په حالت کې ښيې.
لاس او مشعل
د آزادۍ مجسمه په جلا ډول او په ۳۰۰ تاوو شويو بستو کې امريکا ته واستول شوه او وروسته له هغې چې د نیویارک په بندر کې مونتاژ شوه ټوټې يې نندارې ته وړاندې شوي. په فلادلفيا کې د ۱۸۷۶ کال په نړيوال نندارتون کې يې ښي لاس چې مشعل لرونکې دی، خاصه ښکلا يې درلودله.
د مجسمي د سر نندارې ته وړاندې کول
البته چې فرانسويان هم لاس تر زنې کښي نه ناستل او کوښښ يې وکړ چې له امريکايانو څخه شاته پاتې نه شي. د دي مجسمي سر يې په فرانسه کې په نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړ.
آزادی چې پر پښو باندې ولاړه ده
که څه هم "سر" او "لاس" په نړيوال نندارتون کې ننداره کونکې يې په حيرت کې کړې ول خو د مجسی جوړښت له پښو نه پيل کيږي او د آزادۍ مجسمې پښې لومړنۍ بسته وه چې په کال ۱۸۸۵ کې د نيويارک بندر ته ورسیدله.
مشعل او ډبرينه لوحه
د آزادۍ مجسمې په ښي لاس کې ستر مشعل دی او په کيڼ لاس کې ډبرينه لوحه په رومې شمیرو سره ورکړل شوې، چې د ۱۷۷۶ کال د جون مياشتي د څلورمي نيټي د امریکا استقلال اخيستلو د تاریخ ښکارندويې کوي. جزيره چې د آزادۍ مجسمه په کې واقع ده په کال ۱۹۵۶ کې د آزادۍ جزيرې په نوم ياده شوه.
دوامداره رغول
که له بهرنۍ خوا څخه وي او که له دننه د آزادۍ مجسمه مدام رغول شوې ده. د مجسمي دننه پيچ لرونکي برخه په کال ۲۰۱۱ کې له سره ورغول شوه او خپل ځای يې پلنو پيچ لرونکو برخو ته ورکړ.
زړه راښکونکې منظره
لیدونکې چې خپل ځانونه د زينو د پلو له لارې د مجسمي دننه سر ته رسوي د يوې خاصي ښکلې منظرې سره مخ کيږي. که څه هم وروسته له ۲۰۰۱ کال څخه پوره اته کاله سیلانيان يې له نندارې څخه بې برخې شوې ول تر څو چې په کال ۲۰۰۹ کې د سیلانيانو ورتګ ممکن شو.
د فرانسويانو علاقه
فرانسویانو د آزادۍ له مجسمي سره خپله مينه او علاقه ساتلې ده. په اوس وخت کې په پاريس کې د دي مجسمې ۴ کوچنۍ نسخې شتون لري. يوه له هغو څخه ۱۱ متره لوړ والې لري او د ايفل برج ته نږدي جوړه شوي، چې مخ يې په هغه لور دی کوم چې په نيويارک کې د دې تر مشري خور رسیږي.
د آزادۍ مجسمه د فيلم د ستورې په توګه
د آزادۍ مجسمې تر اوسه پورې د هاليوود په بيلا بیلو فلمونو کې رول ادا کړی دې. د بېلګې په توګه "د ارواح ښکاریان ۲"، "د بیزوګانو " یا په نامتو فلم "بل سبا ورځ " کې.
د نورو ۱۳۰ کالو په اميد
تر اوسه پورې د آزادۍ مجسمه ۱۳۰ کاله کيږي چې پر پښو ولاړه ده او د آزادۍ له پاره د پرمختګونواو د مبارزي په دې لار کې د بیلا بيلو ګوزارونو شاهده ده. د يونسکو سازماان دغه مجسمه په کال ۱۹۸۴ کې د نړۍ د فرهنګي ميراثونو په نوم لړ کې ثبت کړې ده.