1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د افغانستان په اړه نوی کورنی بحث

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

د امريکا په متحده ايالاتو کي اوس پر دې باندي بحث روان دی چي د افغانستان څخه دي د سرتيرو را ايستل ژر تر ژره تر سره سي. ددې کار يو عامل په کلنۍ بوديجه کي ستر کسر دی.

https://p.dw.com/p/11SqY
سناتور جان کيري
سناتور جان کيريانځور: AP

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي اوس په امريکا د افغانستان څخه د ژر تر ژر وتلو بحث راپورته سوی دی.

ورځپاڼه ليکي چي د امریکا د مرستيال ولسمشر جو بايډن نژدې لوړي پوړي چارواکي غوښتنه کوي چي، د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو په ايستلو کي د بيړي څخه کار واخلي.

په واشنگټن کي ددې بحث يو لامل د هغه هيواد د کلنۍ بودېجې د مصارفو ډيريدل دي چي يو مالي بحران يې را منځ ته کړی.

د امريکا د متحده ايالاتو په کلنۍ بوديجه کي يوازي د افغانستان د ماموريت دپاره ۱۱۳ ميليارده ډالره ځانگړي سوي چي دا په بوديجه کي د لوی کسرعامل بلل کيږي.

پدې هکله د هغه هيواد ولسمشر باراک اوباما لا د تيري مياشتي په پېل کي په يوه تلويزيوني مرکه کي وويل:

« موږ کولای سو افغان ځواکونه داسي و روزو، چي هغوی په خپل هيواد کي ثبات ټنگ کړي. پدې توگه به موږ خپله پوره توجه القاعدې او هغه گواښ ته واړو چي د دغي ډلي لخوا زموږ هيواد ورسره مخامخ دی. خو حتمي نده چي موږ په افغانستان کي د اوږده وخت له پاره په هغه حجم کي پاته سو لکه اوس چي يو.»

اوباما غواړي چي د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د خپلوعسکرو ايستل پېل او د 2014 م کال ترپايه بشپړه کړي.

په امريکا کي پر دې باندي بحث روان دی، تر څو د افغانستان څخه د سرتيرو په ايستلو کي بيړه وکړي تر څو هلته په پوځي لگښتونو کي سپما وکولای سي.

د هغه هيواد د دفاع وزير رابرټ گېټس د پوځي بوديجې پر موضوع يوې پارلماني کمېټې ته د خبرو پر وخت د دغه سرعت مهموالی ومنی:

«د بوديجه کي د سپما کيلي د افغانستان څخه د پوځونو ايستل دي»

د امريکا د پارلمان دواړي جرگې اوس د افغانستان د پوځي ماموريت د مصارفو لږول غواړي. په روان کال کي د افغانستان ماموريت ته ۱۱۳ ميليارده او په راتلونکي کال کي ۱۱۰ ميليارده ډالره ځانگړي سوي دي.

سناتور جان کېري چي د امريکا د ديموکراټ گوند غړی او د بهرنيو چارو د جرگه گۍ مشردی وايي:«موږ بايد همېشه د ځان څخه پوښتنه وکړه، چي ايا په افغانستان کي زموږ ستراتيژي اوږدمهاله ده.»

د متحده ايالتونو پخوانی ډپلومات ريچارډ هاس وايي:

« افغانستان پداسي لوړه کچه سره د امريکا اقتصادي، پوځي، انساني، ډيپلوماتيک او سياسي وسايل جذبوي يا په مصرف رسوي چي دغه مصارف هر کال 120 ملياردو ډالرو ته رسيږي. د امريکا د بشپړه دفاعي بوديجې هر 7م ډالر په افغانتسان کي مصرفيږي. د دغه ډول مصارفو له پاره هيڅ منطقي دليل نسته.»

دغه ټوله بحثونه نوي ندي. خو د بحث نوی اړخ دا دی چي د لومړي ځل له پاره په بوديجه کي د سپما موضوع د افغانستان څخه د امريکايي پوځ د ژر تر ژره ايستلو سره تړل کيږي.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل