1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د بالابلوک دهوايي بمباريو پرتحقيقاتو باندي جروبحث

۱۳۸۸ خرداد ۲۹, جمعه

د فراه پر بالابلوک باندي دهوايي بمباريودنتايجو اعلان پدې دليل ځنډيدلی دی ، چه دغه تحقيقات په څه ډول نشر سي ...

https://p.dw.com/p/IUzb
په فراه کښي د افغاني او امريکايی عسکرو عمليات
په فراه کښي د افغاني او امريکايی عسکرو عملياتانځور: AP

غه تحقيقات د امريکا ددفاع د وزارت لخوا ترسره سوي وه .

د څو ورځو راهيسي د امريکا ددفاع وزارت وعده ورکړې وه ،چه ددغو تحقيقاتو يوه خلاصه (غير محرم) او همدارنګه د هوايي بمبارۍ دساحې څخه يو فلم نشروي ،خو دغه وعده په پرله پسې ډول ځنډول کيږي .

د امريکا ددفاع د وزارت يوه مقام چه نه يې غوښتل نوم يې ياد سي ، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي ،چه ځينو افسرانو نه غوښتل چه ددغي پيښي په باب ځيني تفصيلات نشر سي . ځکه چه که د امريکايي پوځيانو پواسطه د عملياتو د جريان په باب ډير معلومات ورکول سي ،نو به امنيتي خطرونه رامنځته کي .

Egon Ramms mit Hamid Karzai und Dan McNeill
انځور: picture-alliance/ dpa

دفراه پربالابلوک باندي د بمباريو دتحقيقاتو امر په افغانستان کي د امريکايي قواوو د عمومي قوماندان جنرال ديويد پترويس لخوا ورکول سوی دی . په دغه پيښه کښي چه دمې پر 4مه رامنځته سوه ،تقريبأ 140 ملکيان وژل سوي دي .

دغي پيښي په افغانستان کښي د خارجي قواوو اعتبار او پرستيژ ته ډير تاوان رسولي دي .

دامريکا ددفاع وزير رابرت ګيتس نن په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي ،چه دی د تحقيقاتو د نتايجو ملاتړ کوي ،او په يوه يا دوو ورځو کښي به هغه نشر سي .

AFPE

کتونکي : محمد قاسم نوري