1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د بشري حقونو پر وضعي نيوکه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱, یکشنبه

چین په متحده ایالاتو کې د بشري حقونو پر وضعیت باندي نیوکه کړې ده. دې هیواد د شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې تر امريکا دباندي د دغه هيواد پوځي عملیات بشري حقونه له ستونزو سره مخامخوي.

https://p.dw.com/p/18K8Z
Both the American and Chinese national flags fly outside the hotel where U.S. Vice President Joe Biden will stay next week in Beijing on August 12, 2011. Biden will visit China's capital in the wake of the country's pointed criticism of Washington's failure to solve its debt crisis. UPI/Stephen Shaver Photo via Newscom picture alliance
China USA Symbolbild Flaggen in Pekingانځور: dapd

په خپور شوي رپوټ کې دغه راز په امريکا کې د وگړو له خوا د وسلو د لرلو له کبله پر رامنځ ته کیدونکي تاوتریخوالي هم نیوکه شوې ده.

د متحده ایالاتو د ۲۰۱۲ کال د بشري حقونو د وضعیت په ارزونه کې راغلي دي چې دغه هیواد اوس هم خپل وگړي څاري او دا چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې مالي اعانې د امریکا پر سیاسیتونو باندي ډیر تأثیر لري.

د چین له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي: «امریگايي وگړي په ریښتینې ډول د رایې اچونې له حق څخه برخمن نه دي.» رپوټ همداراز په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پخوا په پرتله لږو کسانو ونډه اخیستې وه.

دغه رپوټ تر ډیري اندازې د رسنیو د راپورونو له مخې جوړ شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په متحده ایالاتو کې جنسي، نژادي او مذهبي تبعیض موجود دی. رپوټ ویلي دي چې امریکا په افغانستان، پاکستان او یمن کې د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د نورو هیوادونو د وگړو حقونه تر پښو لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د جمعې په ورځ د بشري حقونو په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی وو. په دغه رپوټ کې راغلي وو چې چین داسې نوي تدابیر تر لاس لاندي نیولي دي چې د داسې ډلو د جوړیدو مخه نیسي چې کیدای شي د دولت پر ضد خپل غږ پورته کړي.

د امریکا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي، چې چین په وروستیو وختونو کې د سیاسي فعالینو د چپولو له پاره لا شدید اقدامونه کړي دي.

د امریکا له خوا په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې په چین کې د ښځو، اقلیتونو او معیوبینو پر وړاندي تبعیض موجود دی. رپوټ زیاته کړې ده چې په دې هیواد کې همداراز د انسانانو قاچاق، په جبر سره کار ته اړول، په جبر د ولادتونو مخنیوی او په پراخه کچه اداري فساد موجود دی.