1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د ترمپ پر ضد مظاهرې

۱۳۹۵ آبان ۲۰, پنجشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو په ځينو ښارونو کي په زرونو کسان له دې شعاره سره «ته زما جمهور رئيس نه ئې» سړکونو ته راوتلي او د ترمپ د بريا په اړه ئې غبرگون ښوولی. دوی د ترمپ انځور ته هم اور اچولی.

https://p.dw.com/p/2SSKz
USA Wahlen Protest gegen den Präsidenten-Trump
انځور: picture alliance/dpa/Kyodo/MAXPPP

د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي د ترمپ بريا، د هغه په زرونو مخالفان د دغه هيواد په ډيرو ښارونو کي د عتراض په توگه کوڅو او سړکونو ته راايستلي دي. مظاهره کوونکو له ځانه سره داسي شعارونه چي «ته زما جمهور رئيس نه ئې» لېږدول.

د ترمپ د بريا پرضد په نيويارک، شيکاگو، برکلي، واشنگټن، سياتل، فينيکس، لس آنجلس، ريچموند او اوکلند کي په زرونو مخالفانو مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو تر ډېره د مسلمانانو او مهاجرو په اړه د ترمپ د جنجالي څرگندونو په اړوند غبرگون وښود.

په امريکا کي ډېر وگړي له دې څخه اندېښنه لري چي سپيني ماڼۍ ته د ترمپ په رسېدو سره به له امريکا څخه ډېر غير قانوني مهاجر و ايستل سي.

په اوکلند کي مظاهره چانو د ترمپ انځور او د امريکا بيرغ ته اور واچاوه او د پلورنځيو ښيښې يې ماتي کړلې. په پيتزبورگ ښار کي ډېری وگړي د «راځی چي ترمپ متوقف کړو» په عنوان يوې ستري غونډي ته رابلل سوي. د نيويارک په پيژندل سوي ميدان «تايمز» او د دغه ښار د يوې هسکي ودانۍ چي په ترمپ پوري اړه لري مخي ته ډېر خلک د اعتراض په توگه راټول سوي ول.

په شيکاگو کي په زرونو کسان د ترمپ برج مخي ته راټول سوي ول او د «ته زما جمهور رئيس نه ئې» شعارونه ئې ورکول. مظاهره کوونکو دغه برج ته د ننوتلو لاره بنده کړې وه.

د «شيکاگو تريبون» ورځپاڼي د راپور له مخي د ترمپ برج مخي ته د هغه پلويان هم راټول سوي ول چي د دواړو ډلو ترمنځ لفظي شخړي هم پيښي سوي.

د امريکا په پلازمېنه واشنگټن کي سپيني ماڼۍ ته څيرمه په سونو انسانانو په انتخاباتو کي د ترمپ د بريا پرضد په شمعو بلولو سره اعتراض وکړ. مظاهره کوونکو بيا له بلو شمعو سره په دغه ښار کي د ترمپ هوټل پر لور چي نوی پرانيستل سوی حرکت وکړ.

نور مطالب: