1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د وسلو گرځولو قانون څرنگه دئ؟

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه

د امريکا د فلوريدا په ايالت کي هر وگړی د وسلې درلودلو حق لري او پر هر هغه چا د ډزو حق لري چي دی خطر ځني احساس کړي.

https://p.dw.com/p/14dgc
انځور: picture alliance/dpa

یوه ورځ يو ۱۷ کلن تورپوستی ځوان د کور پر لور روان وو، چي د يو بل تن چي هم ددغه ښار اوسېدونکی دئ ورته پام سو او هغه ئې تعفيب کړ. دغه ځوان چي تورپوستی ئې تعقيباوه د خلکو د ساتني د يوه وسله وال غورځنگ غړی هم دئ او له هغه سره ئې په خبرو پيل وکړ.

څو دقيقې وروسته ددواړو تر منځ خبرو زورواخيستئ او پر تورپستي ځوان باندي ئې وسله را وايستله او هغه يې وويشت.

کله چي پولیس د پیښي ځای ته راغلل لومړی ئې په دې هلکه پلټنې پیل کړې چي دغه تورپوستي ځوان چي مارتن نوميږي او ويشتل سوی دئ په نورو جرمونو کي خو به ئې لاس نه درلود.

دا بل ځوان چي زیمرمن نوميږي ویل ئې د ځان د ساتنې په خاطر ئې پر مارتن ډزي وکړې، او هغه د پولیسو له خوا خوشي سو. او دا کار له قانون سره سم هم وو، ځکه د فلوریدا د وسلې قانون خپله د امریکا له پاره هم چي د وسلو په برخه کي ازادي پکښي زیاته ده، په ځانګړې توګه ډیره ازادي ورکوي.

د فلوريدا ایالت کي د"Stand your ground" په نامه قانون نافذ دئ. په فلوريدا کښي دغه قانون هر امریکايي وگړي ته دا حق ورکوي چي پر هر هغه چا ډزي وکړي چي دی د خطر احساس ځني کوي.

په امريکا متحده ايالاتو کي يوازي د فلوريدا ايالت نه دئ چي سړی د ځان ساتني له پاره وسله درلودلای سي، بلکي په نورو ښارونو کي هم داسي سته او دا د ځان حق بولي. د امریکا ستري محکمي پهت وارو واري داسي حکمونه صادر کړي دي چې له مخي ئې د وسلو سره د چلند په هلکه بندیزونه له منځه وړل شوي دي.

دا چي اوس د مارتن په قضیه کي ددې حق په هکله پلټني پیل شوي دي،علت ئې په امریکا کي په ښکاره د راسیزم او زور زیاتي ډيروالی دئ. ځکه سپین پوسته زیمرمن ډير ژر پر تور پوستی مارتن باندي شک وکړ او پرته له دې چي په اړه ئې نور معلومات ولري هغه ته ئې ښکنځل وکړل او ډزي ئې ورباندي وکړې.

ددې قضيې د حقوقي پلټني د ترسره کولو له پاره څو اوونۍ د امریکا تورپوستو مظاهرې وکړې. په برلين کي د جون ايف کينيډي د پوهنتون د سياسي علومو کار پوه کرسيتان لیمرت وايي، چي که دوی دعوا وکړي نو په دې هکله ښه ثبوتونه هم په لاس کي لري چي امریکايي پولیس راسیزم ته تمایل لري:

« تور پوسته امریکايي وګړي زیاتره د پولیسو له خوا کنترولیږي او په دې کنترول کي ورسره زور زیاتی هم کیږي.»

ولسمشر بارک اوباما په يوه احساساتي وینا کي د ملت د ضمير د ازمويني په خاطر ولس ته مخامخ وويل:«که چیری ما یو زوی لرلای نوهغه به د تراوين مارتن په څېر ښکارېدلای.»

د اوباما د عدلیې وزیر ایرک هولډرز چي پخپله هم تور پوسته امریکايي دئ، هدایت ئې ورکړ چي په دې هلکه پلټني باید وشي چې ایا زیمرمن په رشتیا د ځان ساتني په هدف عمل کړی وو او که له تورپوستو سره د کینې له امله.

هولډرز له کلونو راهیسي په دې هڅه کي دئ چي په امریکا کي د وسلې قانون سخت کړي. خو د کارپوه لیمرت په اند به د مارتن پیښه د امریکا په سیاست کې کوم بدلون را نه ولي: «په امریکا کي د وسلې لوبي ډيري قوي دي. دوی حتې په دې توانیدلي دي چي دغه خبره دي ومنله شي چي په دغه هيواد کي دي د وسلې قوانین نور هم ازاد یا سست سي.»

راچيل/ برېښنا صابر/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: سيد رياض