1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کې روان بانکې بحران

۱۳۸۷ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د امريکې په متحده ايالتونو کې د بانکې روان بحران د پيل راهيسې تر اوسه په دغه هيواد کې د 600 ملياردو ډلرو خخه زياتې پيسې له منځه تللې.

https://p.dw.com/p/FJl3
دLehman Brothers بانک مرکزي ودانۍ په نيويازک کې
دLehman Brothers بانک مرکزي ودانۍ په نيويازک کېانځور: AP

د دغه بحران ناوړې اغيزې تراروپا او آسيا پورې هم رسيدلې. خو بيا هم د آلمان د مالې چارو وزير شتاين بروک وايې چې د امريکې د بانکونو د مالې بحران له امله د آلمان بانکونو ته کوم خطر نشته.

د امریکې په متحده ایالتونو کې د څه مودې راهيسې د يوه مالې بحران او که په مشخصه توګه ووايو، د سترو بانکونو د مالې بحران یا افلاسه څخه خبرې کيږې. دغه بحران څه ډول یو بحران دې او څنګه رامنځ ته شوې دې؟

که مالې بحران سړې په يوه ساده ژبه تشريح کړې نودا د پيسو سره څه اړيکې لرې.

پيسې سړې نقدې په جيب کې ساتې ، يا يې چاته امانت يا په ګټې سره ورکوې. او يا په يوه مدنې ټولنه کې سړې پيسې په بانک کې ږدې. او دغه مالې بحران چې نن ورځ د امریکې متحده ايالتونو ځينې ستر بانکونه ورسره مخامخ دي، د هغه پیسو بحران دې چې په بانوکونو کې ايښول شوې.

بانکونه په دغه پيسو سره چې د خلکو امانتې پيسې دي، کارکوي. افرادو، تصدیو، شرکتونو او کانڅرنونو ته پورونه ورکوې، یا د دوې بهادار اسناد پیرې. خو په دغه ټولو معاملاتو کې د بانک مسولین بايد د ګتو او احتمالې خطرونو وترمنځ انډول وساتې. که چيرې دغه انډول ونه ساتل شې، نو هر بانک چې وی له مالې بحرانه سره مخامخ کيږې. او دا چې پرون بيا د امریکې په متحده ایالتونو کې د ) (Investmentbank Lehman Brothers په نامه ستر امريکايې بانک خپل افلاس اعلام کړې او په دې کار سره يې نړيوال مالې سيستم د یوه سخت مالې بحران سره مخامخ کړې. په ساده ژبه علت يې همدا بلل کيداې شې چې دغه ستر امریکايې بانک د خپلو پانګو په پکار اچولو کې د ګټو او خطرونو ترمنځ انډول ندې ساتلای. له هغې راهېسی چې دغه ستر امریکايې بانک خپل افلاس اعلام کړی، نو نه يواځې د امریکې متحده ایالتونومالې بازارونه د یوه سخت بحرانه سره مخامخ کړې، بلکې په نړيواله سویه هم د دغه بحران اغيزې د اروپا اوآسیا په نوروبانکونو او د بهادارو اسنادو په بازارونو کې لیدل شوې. او د بهادارو اسنادو بيې ډير زیات را لویدلې.

د دې لپاره چې په اروپا کې د یو ه ستر مالي بحران مخه نیول شوې وې، يواځې اروپايې مرکزی بانک 30 ملیارده يورو مالې بازارونو ته عرضه کړې، تر څو چې بانکونه وشې کړاې خپل سيالیت وساتې.

د «Merill Lynch» په نامه پانګه اچونکې بانک
د «Merill Lynch» په نامه پانګه اچونکې بانکانځور: AP

دلته دا خبره د يادونې وړده، چې اقتصاد په تيره بیا مالې بازارونه يه سلو کې پنځوس په روحیاتو باندې څرخیږې. که چيرې خلک اقتصادې وضع ته خوشبینه وېو نو خپلې پيسې بانکونو ته انقالوې. بهاداراسناد اخلې او برعکس که چيرې، د دې ويره ولرې چی د بانکونو وضع خرابه ده يا خرابیږې، نو خپلې پيسې له بانکونه څخه باسې او خپل بهادار اسناد غواړې ژر بيرته خرڅ کړې. چې د عرضې په زياتولو سره د بهادرو اسنادو بيې رالويږې او د بانکونو څخه د زياتو پیسو په ايستلو سره بانکونه د عدم سیالیت یا افلاس له خطره سره مخا مخ کیږې.

د دوشنبې په ورځ کله چې د «Investment Lehman Brother » په نامه ستر امریکايې بانک د افلاس سره مخامخ شو. د امریکې متحده ایالتونو حکومت د خپل پخواني سیاست په خلاف اعلام وکړ، چې نه غواړې له بانکه سره مالې مرسته وکړې، ترڅو پخپلو پښو ودريږې. نو د امریکې متحدا ایالتونو د بهادارو اسنادو بيه دومره راټيټه شوه چې د 2001 ميلادې کال د سپتمبر مياشتې د 11 نيټې راهيسې يې سارې نه ولیدل شوې. د دې لپاره چې د دغه مالې بحرا ن لمن نوره هم پراخه نشې، نو سياست مدارانو او مالې کارپوهانو وويل چې د «Merill Lynch » په نامه پانګه اچونکې بانک هم بايد خرڅ کړاې شې. داسې ويل کيږې چې د AIG په نامه د امریکې متحده ایالتونو د بيمې ستر کانڅرن هم د مالې ستونزو سره مخامخ دې.

دMerill Lynch په نامه ستر امريکايې بانک چې په تيرکال کې يې 30 ملیارده ډالره پشتوانه درلوده او منجر يې John Thain په کال کې 80 مليونه ډالره معاش درلود، د څو مياشتو په اوږدو کې يې خپله زیاته مالې پشتوانه له لاسه ورکړې او څلورمياشتې کيږې چې منجر يې وزګار ګرځې.

» څلور مياشتې کیږې چې ما د میريل لينچ به بانک کې خپل کار له لاسه ورکړې. «

دې او بیا يو بل نپر وايې چی د چارو مسولینو خپل مسولیتونه هسې چې ښايې ندې تر سره کړې او اوس د دوې د بيکفايتنو له امله بايد نور کسان تاوانونه وګالې.