1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کې غيرقانوني مهاجرين وهل کيږي؟

۱۳۸۵ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو د يوه حکومتي راپورله مخې، د دغه هيواد په پنځوزندانونوکې د زندان پيره کونکو، د زنداني غيرقانوني مهاجرينوبنسټيزحقوق ترپښولاندې کړيدي. اودا د يوه ډاډه اوانساني زندان مخالف عمل دی.

https://p.dw.com/p/DMr0
د امريکا د متحده آيالاتو او مکسيکو گډه پوله
د امريکا د متحده آيالاتو او مکسيکو گډه پولهانځور: AP

د امريکايي ورځپاڼې »واشنگټن پست« د خبرله مخې، د امريکا د متحده ايالتونو د کورني امنيت وزارت اعتراف کړيدی چې دولتي اداروڅوتنوزنداني غيرقانوني مهاجرينوته، په سم وخت د طبي درملنې له امکان ورکولونه ډډه کړيده. سربيره پردې د دغوزنداني مهاجرينوپرخلاف ډسيپليني اقدامات شوي، پرته لدې چې دليل يې وويل شي او د هغوۍ خپلوانواومدافع وکيلانوته د هغوۍ د ليدولپاره په کافي کچه امکان ندی ورکړ شوی.
دغه راپورهغه وخت د شورماشورسبب شو، کله چې معلومه شوه چې د زنداني غيرقانوني مهاجرينوشمير په ښکاره توگه لوړشويدی.

پرراپورباندې نيوکې

نيوکې کونکي د جورج ډبليو » بوش « پرحکومت باندې تورلگوي چې په خپل راپورکې په زندانونوکې حالت بې ضرره ښيي. د نيوکې کونکو د څرگندونوله مخې، د موضوع د څيړنې پايلې مأيوسه کونکي دي او تر ټولو لوی اوسخت تورونه اصلاً ندي يادشوي. د بيلگې په توگه زندانيان وهل شوي هم دي اوپه کافي کچه خواړه ندي ورکړل شوي. سربيره پردې بايد دغه غيرقانوني مهاجرين له معمولي جانيانوسره په يوې کوټې کې واوسيږي.