په امریکا کي د طوفانونو په لړ کي ډېری کسان وژل سوي دي
۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبهاعلان
د امریکا د متحده ایالاتو په لوېدیځ کی د سخت طوفان له کبله څه د پاسه لس تنه وژل سوي دي. د نیبراسکا ، کنزاس ، میسوری ، ایلینویس او کینتوکی په ایالتونو کی پرون په مجموعی ډول ۱۸ واره د سختو طوفانونو خبرداری ورکړل سو. د ایلي نویس ایالت چی تر ټولو ډېر ځپل سوی دی ، په هغه کی طوفان د ځانه سره ډېر کورونه او موټران یووړل. خلک په نیمه شپه کی په خوب کی د دغه حالت سره مخامخ سول ، چی په ترڅ کی یې پنځه تنه ووژل او تر سلو زیات زخمیان سول.