1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي د مالي رکود د مخنيوي هلي څلي رواني دي

۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17BVx

د امريکا متحده ايالتو د کانگرس غړي هڅه کوي چي په دغه هیواد کي د لگښتونو د کمولو او د ماليې د زياتېدو د مخنيوي له پاره يوه تفاهم ته سره ورسيږي. که د کانگرس دغه سياستوال تفاهم ته ونه رسيږي نو به د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په اوتوماتيکه توگه په امریکا کي ماليې لوړي سي او ښايي دا کار د امريکا تر څنگ پر نړیوال اقتصاد هم اغېز ولري. د کانگرېس ديموکرات او جمهوري غوښتونکي گوندونو غړي د دا ډول مالي رکود د مخنيوي له پاره په خبرو بوخت دي. کارپوهان وېره لري چي که دغه سياستوال په راتلونکو څو ساعتونو يوه تفاهم ته ونه رسيږي نو کيدای سي متحده ايالت له اقتصادي رکود سره مخامخ سي. ولسمشر باراک اوباما د دغې وضعي پړه پر جمهوري غوښتونکي گوند اچولې ده او ويلي يې دي چي په دغه موضوع کي به له خپل دريځ څخه پر شا نسي او تر دې زيات روغي جوړي ته چمتو نه دی. اوباما ويلي دي چي «اوليت بايد دا وي چي د منځني قشر د کورنيو په ماليو کي زياتوالی رانه سي. د مالیو دا ډول لوړېدل به ډير زيان ورسوي.»