په امریکا کي سختې واوري په انځورونو کې
په امریکا کې په وروستیو ورځو کې سخته واوره شوې ده چې له کبله یې آن ځینې ادارې هم رخصت شوې. د سختي واورې اوریدنې له کبله د امریکا متحدو ایالاتو په شپږ ایالاتونو کې بیړنۍ وضعیت اعلان شو.
په واشنګټن کې ۹۰ سانتي متره واوره اورېدلې ده. د دې په خاطر چې د دې سیمې اوسیدونکې له رامنځ ته شوي وضعیت خوند واخلي په دغه ښار کي د یخمالک وهلو بندیز په موقتي توګه له منځه ولاړ.
د نیوکارک یو اوسیدونکی هڅه کوي چې د «باویري» تمځای ته ننوځي. په نیویارک کې هم ۶۸ سانتېي متره واوره وشوه. په دې ښار کې ډیر سخت شمال هم لگېدی.
د نیویارک ښار د چاینا تاون سیمي یو اوسیدونکي د شپې په سړې هوا کې دباندي راوځي. د نیویارک ګورنر د دې ښار له اوسیدونکو څخه غوښتې ول چې د سړې څپې تر تیریدو پوري په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د نیویارګ ګورنر همداراز په دې ښار کې پر سفر کولو باندې هم بندیز ولګاوه. له دې سره د نیویارک ټولي هغه سیمې چې تر دې مخکې به پکښې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وه، د واوري له کبله له انسانانو او موټرو خالې وې.
د واشنګټن ټولي هغه سیمې چې تر دې مخکې به له سیلانیانو ډکي وې، د واورې او توپان پر مهال خالي وې.
ځینو کسانو له واوري او سړې هوا څخه خوند هم واخیست. د نیویارک په تایم سکویر سیمه کې یوه ښځه له واوري یوه مجسمه جوړوي.
د یکشنبې په ورځ، پر سفر لګول شوي ډیر بندیزونه له منځه ولاړل. ډیر کسان په دغه ورځ له واورې څخه د خپلو موټرو د راایستلو په لټه کې ول.