1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي هر لسم اعدامېدونکی يو عسکر وي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۹, سه‌شنبه

له هغو امريکايي عسکرو څخه چي په عراق او افغانستان کي جنګېدلي، ۳۰۰ زره يې رواني ناروغۍ لري. د وېټنام په جګړه کي ۸۰۰ زره امريکايي عسکر رواني ناروغه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1H2d7
انځور: AP

د سه شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۱مه نېټه) په امریکا کي د جنګي تجربه لرونکو پخواني عسکرو د رواني ناروغيو د شمېرو په تړاو يو نوی راپور خپور سو. دغه راپور د DPIC يا د «اعدامونو د سزا د معلوماتو مرکز» له خوا خپور سوی دی.

د راپور له مخي په امريکا کي په د اعدامېدونکو مجرمانو کي هر لسم کس د جنګ تجربه لرونکی عسکر وي. د دغه راپور په حواله د دغو هېښونکو شمېرو سره سره بيا هم کله چي امريکايي محکمې د جنګي شاليد لرونکو کسانو په تړاو فيصله کوي، نو يې عسکري شاليد او په دې ترڅ کي رواني حالت ته ډېره کمه پاملرنه کوي.

په روان ۲۰۱۵م کال کي د امريکا په جيورجيا ايالت کي د انډريو برېنن په نوم يو پخوانی جنګي عسکر اعدام سو. نوموړی يو له هغو په زرونو جنګي عسکرو څخه وو، چي د جګړې پر وخت يې عصبي ناروغي پيدا کړې وي او تر جګړې وروسته په خپل هيواد کي په قتل لاس پوري کوي.

د وېټنام عسکر برېنن پوليس وواژه

انډريو برېنن د ۱۹۹۸م کال د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه هغه وخت ترافيکو راوګرځاوه، چي موټر ئې ډېر گړندي ځعلاوه. دغه پېښه د ترافيکي پوليس د موټر په ويډيويي کمره کي ثبت سوې ده.

کله چي برېنن له خپل موټر څخه راوځي نو يو ډول نڅا کوي چي مقصد يې د پوليس عصباني کول وي. له دغي نڅا څخه لا د برېنن غېر عادي رواني حالت څرګنديږي. برېنن د پوليس اوامرو ته مثبت جواب نه ورکوي، بلکي په لوړ ږغ رد و بد ورته وايي. برېنن وايي:«زه د وېټنام د جګړې عسکر يم.»

برېنن خپل موټر ته ننوزي او له هغه ځای څخه پر پوليسو فايرونه کوي. د ‌ډزو په تبادله کي برېنن ژوبل او ترافيک وژل کيږي. برېنن پر ترافيکي پوليس ۹ مرمۍ و اورولې او هغه ئې وواژه. دغه ټوله صحنه په ويډيويي کېمره کي ثبت سوېده او اوس د ترافيکو د پوليسو په مسلکي روزنه کي د درس پر وخت ورڅخه کار اخيستل کيږي.

د برېنن وکيل پوره هڅه وکړه چي په دغه پېښه کي دا حقيقت په محکمې ومني چي برېنن د وېټنام په جګړه کي رواني ناروغ سوی. محکمې پر برېنن د اعدام حکم وکړ چي په ۲۰۱۵م کال عملي سو.

۷ سلنه امریکايان جنګي تجربه لرونکي پخواني عسکر دي

آرټ کوډي وايي چي «د امريکا د نفوس تر ۷ سلني کمه برخه جنګي تجربه لرونکي عسکر دي او زياتره وخت قاضيان، د منصفه هېئت غړي او حتی مدافع وکيلان د اړينو نظامي معلوماتو او تجربې څخه بې برخي وي.» کوډي په نيويارک کي د «دفاعي سازمان» د هغې څانګي رئيس دی چي د جنګي تجربه لرونکو عسکرو حقوقي څارنه کوي او هغوی ته حقوقي مشورې ورکوي.

د کوډي په وينا کله چي يو محکمه د جنګي تجربه لرونکي کوم پخواني عسکر پر جرم فيصله کوي، نو زیاتره وخت دا په پام کي نه نيول کيږي «چي د دغه جرم په تر سره کولو کي د دغه پخواني عسکر پخوانۍ جنګي تجربې او رواني اغېزو يې څومره ونډه لرله.»

په امریکا کي د اعدام سزا له محکوم سوو کسانو څخه ۳۰۰ يې داسي پخواني عسکر دي، چي جنګي تجربه لري او اوس د اعدام د سزا د پلي کېدني انتظار باسي.

رابرټ فيشر د وېټنام جګړې يو بل تجربه لرونکی پخوانی امريکايي عسکر وو، چي خپل د ژوند ملګرې يې ووژله. فيشر په ۱۹۶۷م مېلادي کال کي د زياتو زخمونو له کبله د هغه وخت د ولسمشر لينډن جانسن څخه د «ګلابي زړه» مډال تر لاسه کړ. خو په جګړه کي د رواني تکليف پيدا کېدو له کبله هغه ۱۳ کاله وروسته خپله ماينه ووژله.

افغانستان او عراق ۳۰۰ زره امریکايي عسکر ناروغه کړي

دDPIC د راپور له مخي تر ۸۰۰ زرو زيات داسي امریکايي پخواني عسکر سته، چي په وېټنام کي د جګړې له کبله روحي ناروغه سوي دي. د عصابو د ژوبلېدو دغي ناروغۍ ته Post Traumatic Stress Disorder يا PTSD ويل کيږي.

د دغه راپور له مخي د افغانستان او عراق جګړې تر ۳۰۰ زرو زيات امريکايي عسکر په روحي توګه ژوبل کړي او په دې توګه په رواني توګه ناروغه کړي دي.