1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي يو هلک د پنځو تنو د قتل په تور نیول سوی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17O1W

د امریکا متحده ایالاتو د نیو مکسیکو په ایالت کې یو ځوان په دې تور نیول شوی دی، چې د توپک په ډزو سره یې شپږ انسانان وژلي دي. د رپوټونو له مخې د یوه نارینه، یوې ښځي، یوه ځوان هلک او دوو پېغلانو مړي د «البوکورکو» ښار په یوه کور کې موندل شوي دي. نیول شوی تورن هلک پنځلس کاله عمر لري او لا تراوسه روښانه نه ده چې ولې هغه دغه انسانان وژلي دي. د قتل دغه پیښه یوازي څو ورځي وروسته له هغه رامنځته کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د یو لړ اقداماتو وړاندیز وکړ، چي په خپل هیواد کې له وسلو څخه د کار اخیستلو له امله د خونړیو زورزیاتیو مخه ونیسي. د اوباما د دې وړاندیزونو لامل هغه یوه پیښه وه چې په نتیجه کې یې تیره میاشت د نیوتن د ښار په یوه ښونځی کې۲۰ ماشومان ووژل شول.د اوباما په پلان شوو اقداماتو کی د هغو توپکانو او نورو وسلو د خرڅلاو منع کول دي چې معمولاً په پوځي عملیاتو کې کار ځني اخیستل کیږي.